طالبانو او پاکستان له درې اوونۍ جګړو وروسته د اختر په مناسبت موقتي اوربند اعلان کړ
پاکستان او د طالبانو حکومتونو پرون اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه خپل عملیات په موقت ډول دروي.
پاکستان ویلي، دا پنځه ورځنۍ وقفه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د اتلسمې او نولسمې ترمنځ د شپې له دوولس بجو پیل او د مارچ د ۲۴مې ترمنځ د شپې تر دوولس بجو پورې دوام وکړي.
خو د طالبانو حکومت بې له دې چې په جګړه کې د اعلان شوې وقفې د پای نېټې ته اشاره وکړي، ویلي: « د افغانستان اسلامي امارت د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرگندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه گڼي او د گواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي.»
دا اعلان په داسي حال کې وشو چې پرون (چهارشنبې) په کابل کې د هغو قربانیانو د ښخولو لپاره په بلدوزرونو ډله ییز قبر وکیندل شو او جنازې خاورو ته وسپارل شوې چې د دوشنبې په شپه د پاکستان په هوايي برید کې وژل شوي وو.
د طالبانو حکومت ویلي چې په کابل کې د امېد په نوم د معتادانو پر روغتون د پاکستان په بمبارۍ کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
دا برید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې، چې اوس درېیمې اوونۍ ته داخله شوې، تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
خو پاکستان دا ادعا ردوي چې د «امید» په نوم د روږدو د درملنې روغتون یې په نخښه کړی، او ټینګار کوي چې د دوشنبې بریدونه یې په کابل او ننګرهار کې یوازې پر پوځي تاسیساتو کړي وو. دغه هېواد د سلګونو قربانیانو ادعا «تبلیغات» بللي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر عطاالله تارړ پرون په اسلام اباد کې وویل چې دوی «یوازې د ترهګرو پر بنسټونو بریدونه کړي دي.»
هغه وویل: «موږ یوازې د افغان طالبانو رژیم، د هغوی پوځي تاسیسات، د هغوی ترهګریزې شبکې او هغه مرکزونه په نخښه کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.»
له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې پرون یې د امېد روغتون د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل چې له پاکستان څخه به د دې خونړۍ پېښې بدل واخلي.
حقاني قربانیان بې ګناه خلک وبلل چې د ده په وینا د روژې تر پای ته رسېدو څو ورځې وړاندې د جنایتکارو له لوري ووژل شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دوی کمزوري او مایوسه نه دي او خلک به وویني چې څرنګه غچ اخلي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه، چې د اوربند لپاره د نړیوالو له غوښتنو سره سره یې دوام کړی، د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې وه او په لړ کې یې سرحدي نښتې او د افغانستان دننه هوايي بریدونه کېږي.
د چهارشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې لږ باران وریده، امبولانسونه د هدیرې مخې ته ولاړ وو او ساده لرګین تابوتونه یې ښکته کول. دا ډلهییزه جنازه د کابل ولایت د هغو قربانیانو لپاره وه چې جسدونه یې پېژندل شوي وو، او نور مړي به خپلو اصلي ولایتونو ته د ښخولو لپاره ولېږدول شي.
۲۰۰۰ بستریز «امید» روغتون د دوشنبې په ورځ د شپې په ۹ بجې وویشتل شو. دا روغتون شاوخوا یو کال مخکې د طالبانو د حکومت له خوا د مخدره موادو د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې پراخ او نوی نوم ورکړل شوی و.
افغانستان د نړۍ د ډېرو هیروئینو د تولید سرچینه بلل کېږي، او د اوږدو جګړو او فقر له امله په دې هېواد کې د نشهیي توکو اعتیاد زیات شوی، چې اوسني واکمن یې د مخنیوي ژمنه کړې ده.
د پېښې ځای د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې دی او د ناټو د پخوانۍ پوځي اډې «کمپ فینکس» ترڅنګ موقعیت لري، چې پخوا پکې د امریکا ځواکونو د افغان ملي اردو روزنه کوله.
په برید کې سخت اور ولګېد، او سیمهییزو تلویزیونونو ښودلې چې د ژغورنې ډلې د شپې تر ناوخته د څراغونو په مرسته د ویجاړو شوو ودانیو پلټنه کوله، په داسې حال کې چې اور وژونکو هڅه کوله اور مړ کړي.
د سېشنبې تر سهاره پورې لا هم د روغتون له سوځېدلو پاتې شونو څخه مړي راایستل کېدل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا برید غندلی او پاکستان یې تورن کړی چې «روغتونونه او ملکي سیمې په نښه کوي.» هغه وویل چې وژل شوي کسان «بېګناه ملکي وګړي او معتادان» وو.
