ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اوچا وايي، د پاکستان د جګړې له کبله په افغانستان کې بشري بحران لا شدید شوی

0

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د دوام له امله، چې اوس درېیمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، په افغانستان کې بشري بحران لا پسې شدید شوی او د ملکي تلفاتو، بې‌ځایه کېدو او عاجلو مرستو اړتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.

د اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په دې جګړو کې د تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

اوچا، په کابل کې د معتادانو د روغتون د مرګ ژوبلې له یادولو پرته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۷ پورې ټولټال ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ له دې ډلې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د دې بنسټ په وینا، ۵۹ ښځې او ۱۰۴ ماشومان د قربانیانو له نیمایي څخه ډېر جوړوي.