ru24.pro
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه بند پاتې دي

0

د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبر راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له وجې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ نیږدې ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې خپل کانټینرونه بېرته هغو بهرنيو هېوادونو ته بيا لېږلای شي چې له کومه ځایه چې راغلي ول. د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ یو شمېر تاجران وايي چې شاوخوا د۳،۰۰۰ کانټینرونه له کراچۍ بندر څخه دوبۍ او نورو هيوادونو ته بېرته صادر شوي دي خو له ایران سره د امريکا او اسراييلو د جګړې له امله یې هغو ملکونو ته نه شي لېږلای له کومو ځایونو چې راغلي ول.

په دې اړه ويډيويي راپور.