ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

نتانیاهو؛ ایران دې په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي

0

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.د هغه په ټکو، "که چیرته داسې یو هوکړه کیږي چې د اسراییلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي".هغه وړاندې له ایرانه وغوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نیټه معلومه نه ده.خو ایران د دې خبرو له پیل وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.