ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 05.07.2025

غزه کې د تاوتریخوالي دوام، حماس د اوربند وړاندیز ته په ( مثبته روحیه) ځواب ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د غزې د بشرپالنې بنسټ ویلي چې دوه امریکایي مرستندویه کارکوونکي نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) هغه مهال ټپيان شول چې د هغوی لوري ته لاسي بمونه وغورځول شول. دغه بنسټ ویلي، برید په ظاهره د دوو بریدکوونکو له خوا د مرستو د ویش د یوه پروګرام په پای کې شوی دی.

د ښځو د حقونو بنسټونه د روسیې له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل د جنسیتي اپارتاید ملاتړ بولي

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو بېلابېلو افغان بنسټونو د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پرېکړه غندلې او دا یې د افغان میرمنو په وړاندې په جنسیتي اپارتاید کې ښکیلتیا او د عدالت نقض بللی دی.

د سوات یو هنرمند سلمان ګلزار په کراچۍ کې نوم ځلولی دی

Mashaalradio.com 

هنرمند سلمان ګلزار کلونه وړاندې د خیبر پښتونخوا د مټې سوات نه د سېند کراچۍ ښار ته د کار او روزګار لپاره تللی وو. هغه هلته د موسیقۍ زده کړې وکړې او له تېرو څو لسیزو راهیسې سندرې وايي، موسیقي غږوي او نورو ته یې هم ښايي. سلمان ګلزار وايي په پاکستان کې دننه او د پاکستان نه د باندې خپلو شاګردانو ته پرلیکه یا ان لاین توګه باندې زده کړې ورکوي. د مشال راډیو خبریال له نوموړي سره د هغه د ژوند او کار په اړه خبرې کړې دي:

ملګري ملتونه: ایران سلګونه افغانان او نور لږکي د جاسوسۍ په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي، سلګونه افغانان او مذهبي او نژادي اقلیتونه په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. په راپور کې راغلي چې دغه توقیفونه د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شوي دي. راپور کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر تاوتریخجن چلند هم نیوکه شوې او راغلي چې کډوال له سپکونکو او تاوتریخجنو کړنو سره مخ شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې خپور کړی له ایرانه غوښتي چې د دې ډول چلندونو مخه ونیسي. افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو... Читать дальше...

له ایرانه د افغانانو د اخراج دوام، ملګري ملتونه وایي، ستنیدنه باید په خوښه وي، نه په زور

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو په کچه کې د بې ساري زیاتوالي خبر ورکړی دی. یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي چې یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له دې هیواده له ۴۳ زره ډېر افغان کډوال راستانه شوي.

ټرمپ پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو اشاره وکړه

Mashaalradio.com 

ډانلډ ټرمپ وايي د جولای پر درېیمه یې له ولاديمیر پوتین سره پر ټیلیفون خبرې وکړې خو دا خبرې د هغه لپاره ناهیلې کوونکې وې: "هغه همداسې د خلکو وژلو ته دوام ورکول غواړي، دا ښه خبره نه ده."

د لیورپول او پرتګال د وتلي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن ترسره کیږي

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د لیورپول فوټبال لوبډلې د پرتګالي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن د پرتګال په ګوندومار ښار کې ترسره شول. جوتا او ورور یې اندري سیلوا، د پنجشنبې په ورځ په اسپانیا کې یوې ترافیکي پیښه کې ووژل شول. دیوګو جوتا ۲۸ کاله عمر درلود چې د پرتګال له ملي ټیم سره یې د اروپا د ملتونو جام اتلولي ګټلې او له لیورپول لوبډلې سره لوبه کې یې د انګلستان غوره لیګ ګټلی دی. هغه د لیورپول او پرتګال ملي لوبډلې یو وتلی ستوری و.

د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی. د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې. د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي. تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې. بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي... Читать дальше...

افغانان د کډوالو په اړه د جرمني حکومت پلانونو اندېښمن کړي دي

Mashaalradio.com 

په جرمني کې نوي حکومت کډوالو ته د ویزو ورکولو پروګرام ځنډولی دی چې زیات شمېر افغانان ترې هم اغېزمن شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته جرمني د یو پروګرام له مخې هغو افغانانو ته ځانګړې وېزې ورکولې چې په هېواد کې یې ژوند په خطر کې وي. په دې ترڅ کې سلګونه افغانان وار له مخې جرمني ته رسېدلي دي خو ډېری یې له افغانستانه وتلي او په نورو هېوادونو کې د ویزې ترلاسه کولو په هیله ناست دي. ځینو افغانانو رویټرز اژانس ته ویلي، نه افغانستان ته ستنېدای شي او نه جرمني ته تللای شي. په جرمني کې نوی... Читать дальше...

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو کډوالو د نه ځورولو امر وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د ایالتونو، کشمير، ګلګت بلتستان او سرحدي سيمو چارو وزارت د دې هېواد له بېلابېلو ايالتونو  غوښتي دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د" پي‌او‌ار" (PoR) کارتونه درلودونکو افغانانو سر منفي چلند ونشي او په هيڅ ډول ونه ځورول شي.