ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

باجوړ "امن پاڅون": ریاستي ادارې دې سمدستي امن پر ځای کړي

0
په باجوړ کې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو او فعالانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې امن پر ځای کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي. د جولای پر ۱۳مه د "امن پاڅون"په نوم غونډې ته زرګونه خلک ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب په یو وسلوال برید کې ووژل شو. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی. ویډیويي رپورټ.