په هسپانیا کې د غواګانو په جشن کې شپږ کسان ټپیان شوي دي
په هسپانیا کې د غواګانو د ځانګړي دودیز جشن په اوومه ورځ د غواګانو د منډو پرمهال شپږ کسان ټپیان شوي دي.دغه دودیز مراسم چې هرکال د جولای په میاشت کې جوړیږي، غواګانې په کې د ښار له کوڅو د نندارې په موخه تیروي او د غوا جګړې میدان ته يې وړي.د څارویو د حقونو فعالانو پر دغو دودیزو مراسمو نیوکې کړي دي.له ۱۹۲۴کال راهیسې تراوسه په دې مراسمو کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.