طالبانو د کتابونو په چاپ مالیه معاف کړې
د طالبانو حکومت د کتابونو په چاپ مالیات معاف کړې.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراحي نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، " د لوی مشر د فرمان له مخې د هغوو کتابونو پر چاپ مالیات معاف دي چې د افغانستان دننه چاپیږي".فراهي وړاندې ویلي، هغه کتابونه چې له بهره را واردیږي مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.طالبان د افغانستان دننه د کتابونو پر چاپ په داسې حال کې مالیه معافوي چې د یو شمیر لیکوالانو او کتابونو په چاپ او خرڅلاو يې بندیز لګولی دی.طالبان همدارنګه هغه کتابونه هم له بازارونو راټول کړي چې د دوی په ټکو محتوا يې له اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وه.