ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

فعالان: په اېچ ای وي اخته نرښځیان باید هرومرو علاج وکړي

0
د خیبر پښتونخوا د اېچ ای وي، تور ژیړي او تېلېسیمیا ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره حکومتي اداره وايي، په هغه صوبه کې څه باندې ۹،۰۰۰ کسان په اېچ ای وي اخته دي او ځینې یې اېډز شوي دي. د ادارې په وینا، په هغو کې یې ۱۷۹ نرښځیان هم شامل دي. هیومن ایمیونو ډېفېشنسي وایرس یا د انسان د وجود د مدافعتي نظام د کمزورۍ وایرس د وینې او نورو داخلي رطوبتونو له لارې بدن ته ننوځي او که پر وخت یې علاج و نه شي نو اکوایرډ ایمیونو ډېفشنسي سېنډروم یا اېډز ناروغي ورڅخه جوړېږي چې بیا یې علاج شونی نه دی. دا ناروغي د وجود د مدافعتي نظام د خرابوالي ښکارندويي کوي چې له کبله یې د عامو ناروغیو لکه اسهال یا زکام جراثیم هم یو کس زښت کمزوری کولای شي. د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي، په ټولنه کې له دې روغتیايي مسلې سره د تړلي شرم او پوهاوي نه شتون له وجې د زیاتره کسانو سمه درملنه نه کېږي. تفصیل په دې راپور کې.