ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ( بېداد) په نوم ایراني فلم د کارلووي واري جشنوارې جایزه وګټله

0

د " بیداد" په نوم ایراني فلم د چک جمهوریت د کارلووي واري نهه پنځوسم فسټیوال کې یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.دغه فلم په ایران کې د اجباري حجاب له مراعاتولو پرته د ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی او تمرکز یې پر ښځینه سندرغاړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دی.د فلم جوړونکی سهیل بیرقي او یوشمېر نور کسان چې د فلم جوړولو کې یې لاس درلود، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د زندان او نقدي جریمو په سزا محکوم شول.بیرقي په دغه فسټیوال کې وویل چې له دغه حکم سره سره غواړي بیرته ایران ته ولاړ شي.د کارلووي واري د فلمونو فسټیوال هر کال چک جمهوریت کې جوړيږي.