ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپل ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۱۳۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو لیرې کړي دي.دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي حکومت کوچنی او اغېزمن کړي.منتقدان وایي دا تګلاره به د امریکا د مشرتابه نړیوال موقف کمزوری کړي او له بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې وړتیا به یې زیانمنه کړي.د هغو کسانو په منځ کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د برطرفۍ لیکونه ترلاسه کړي، ۱۱۰۷ امریکايي کارکوونکي او ۲۴۶ بهرني کارکوونکي شامل دي چې په امریکا کې یې دنده ترسره کوله.د دې پرېکړې په غبرګون کې، لسګونو کسانو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخې ته مظاهره وکړه.پخواني دپلوماتان، سفیران، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي او د کانګرس غړي هم د معترضانو په ډله کې شامل وو.