ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د تیرا اوسېدونکي وايي د عملیاتو پر مهال کډه نه کوي

0
د خیبر سیاسي او مدني فعالانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې په سیمه کې دې د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو پر ځای د امنیت لپاره متبادله لاره ولټوي. دوی د جولای پر ۱۱مه په باړه بازار کې د "تیرا امن جلسې" په نوم غونډه وکړه چې ورته سلګونه ځايي وګړي ورغلي ول. سیاستوالانو دا و نه ویل چې متبادله لاره څه کېدای شي، خو زیاته یې کړه چې په تېرو کلونو کې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې. د جلسې ګډونوالو وویل چې بیا کډې نه شي کولای. دا په داسې حال کې ده چې په خیبر کې ناامني زیاته شوې او امنیتي او حکومتي چارواکو په تیرا کې د ځینو کلیو خلکو ته ویلي چې د لنډې مودې لپاره دې کورونه پرېږدي چې پوځ پکې د مشکوکو وسلوالو پرضد پراخ عملیات وکړي. چارواکو لا د جلسې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د ضلعې په ځینو برخو کې عملیات اړین دي او پوځ غواړي هلته امن پر ځای کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.