د طالبانو سرپرست سفیر په قزاقستان کې د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي سره کتلي دي
په قزاقستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست سفیر محمد الرحمن د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي دي.په قزاقستان کې افغان سفارت پرون ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې کتنې خبر ورکړی دی.په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، د کډوالو وضعیت، وروستیو سیلابونو او کارموندنې په اړه خبرې اترې کړي دي.وړاندې د توکوموف په حواله راغلي چې قزاقستان له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.که څه هم د قزاقستان حکومت طالبان په رسیمت نه پیژنې خو نژدې اړیکې ورسره پالي.