ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو د منځني ختیځ پر وضعیت ټیلفوني خبرې وکړې
د اسراییل صدراعظم د شنبې په شپه، د لیندۍ ۲۴مه، د امریکا له منتخب ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې وضعیت، په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییل د جګړې، او د اسراییل او حماس تر منځ د یرغملو د تبادلې لپاره د احتمالي معاملې پر هڅو خبرې کړې دي.
د دې خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او د اسراییلي رسنیو په راپورونو کې د ایران موضوع نه ده یاده شوې.
د اسراییل صدراعظم ټینګار کوي چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د حماس او حزبالله ډلو پر ضد د اسراییل پوځ د بریدونو او په سوریه کې د بشار اسد د رژیم تر سقوط وروسته، د ایران د اتومي پروګرام موضوع د هغه د حکومت په اجنډا کې لومړیتوب لري.
له ټایم مجلې سره په خپلو وروستیو خبرو کې، ډونالډ ټرمپ هم د ایران د اتومي پروګرام پر ضد د احتمالي برید امکان رد نه کړ.
د تېرې شپې ټیلفوني خبرې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د بنیامین نتانیاهو او ډونالډ ټرمپ تر منځ لږ تر لږه شپږمه مکالمه ده. د اسراییل صدراعظم د خپلو ستراتیژیکو چارو وزیر او د باور وړ سیاستوال ران درمر له لارې د سیمې په اړه خپل دریځونه ټرمپ ته وړاندې کړي دي.
ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ټایم مجلې ته ویلي و چې نتانیاهو پوهېږي، چې دی غواړي په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي. د اسراییل صدراعظم تر دې وړاندې په غزه کې د جګړې د دوام غوښتنه کړې وه.
د سیمې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د اوسني حکومت چارواکو او د ټرمپ د انتقال ټیم د اسراییل، مصر، او قطر له مشرانو سره اړیکې زیاتې کړې دي، ترڅو د یوې داسې معاملې لپاره هڅې چټکې کړي چې لږ تر لږه یو شمېر هغه ۱۰۰ اسراییلي یرغمل، چې د حماس په لاس کې دي، خوشې شي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په تېرو ورځو کې اسراییل، قطر او مصر ته سفر کړی، او د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی به هم دا اوونۍ اسراییل او سیمې ته سفر وکړي.
د اسراییل هاآرتص ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۵مه، د اسراییلي سرچینو په حواله لیکلي چې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې په خبرو کې پرمختګ شوی، او اسراییلي چارواکي د دې معاملې په اړه خوشبین دي. د هاآرتص پر اساس، په دې برخه کې باید اساسي پریکړې همدا اوونۍ وشي.