ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024

Новости за 01.12.2024

د بېلابېلو هېوادونو استازي د پلاسټیکو پیداوار پر محدودولو غږېدلي

Mashaalradio.com 

د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازو د پلاسټیکو له وجې د چاپېریال ککړتیا پر مخنیوي خبرې کړې دي. دا مذاکرات د نومبر پر ۲۵مه پیل شوي ول چې د ډېسېمبر پر لومړۍ هم روان ول. د خبرو موخه د پلاسټیکو پیداوار محدودول او له وجې یې د ککړتیا د مخنیوي نړیوالې هڅې دي. د چاپېریال ساتنې بېلابېلې ادارې وايي چې که پر وخت د پلاسټیک پیداوار محدود نه شي نو تر ۲۰۶۰ز کال پورې به یې له وجې د چاپېریال ککړتیا درې چنده زیاته شي. د اسوشيټېډ پرېس، رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

افغان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې. کرکټ بورډ ویلي دي، ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا به د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي. د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن‌‌الله ګربز، صدیق‌‌الله اتل، حضرت‌‌الله ځاځی، محمدنبي، دروېش رسولي، ذبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، عظمت‌‌‌الله... Читать дальше...

نړيوالې جزايي محکمې ته د افغان مېرمنو د حقونو قضيه وړاندې کول؛ يوشمېر فعالانو يې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقوقو د فعالانو ټولنې د شپږو هېوادونو له لوري نړيوالې جزايي محکمې ته د ښځو له حقوقو د پراخې سرغړونې په تور د طالبانو د قضیې له وړاندې کولو هرکلى کړى. په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه چې د چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو له‌‌‌خوا نړیوالې جزایي محکمې ته وړاندې شوې، د ښځو او بشري حقونو د يوشمېر فعالانو له ملاتړ او هرکلي سره مخ شوې. د بشر حقوقو د فعالانو د ټولنې غړي فهیم فروک د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په همدې مناسبت ټولنې د دې ګام هرکلی او ملاتړ کړی. Читать дальше...

د بشري حقونو د څار ډله: د تحريرالشام وسله‌والو د سوريې شمال کې ځيني ښارګوټي نيولي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې، د تحریرالشام وسله‌وال د دغه هېواد په شمال کې د حما ولایت ځینو کلیو او ښارګوټو ته ننوتي دي. په وروستیو دو ورځو کې زرګونو سوري یاغیانو د حلب ښار زیاتره برخې ونیولې او د دې ښار هوايي ډګر یې تر خپل کنټرول لاندې راوست. یاغیانو چې د بشارالاسد د رژیم مخالف دي، خپل بریدونه ګاونډیو ولایتونو ته هم غځولي دي. د راپورونو له‌‌مخې، د دوی بریدونه ډېر چټک او ناڅاپي وو او د بشارالاسد د پوځ وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده. دا بریدونه په‌‌داسې وخت کې شوي چې د... Читать дальше...

جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ ادارې پخوانی سکرتر جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا "آی‌سي‌‌سي" د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی. د کرکټ نړیوالې شورا پر فېس‌بوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي جي شاه نن يک‌شنبه د (ډسمبر په لومړۍ) نېټه خپله دنده پيل کړه. خبرپاڼه زیاتوي، جي شاه د پخواني عمومي ريیس ګرېګ بارکلې څلور کلنې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې، د کرکټ نړیوالې شورا له غړیو هېوادونو سره به په ګډه د کرکټ د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي. د ښاغلي شاه له قوله لیکل شوي دي چې، د نارینو د کرکټ پراختیا... Читать дальше...

ډونالډټرمپ د فدرالي تحقيقاتي ادارې لپاره "کاش پټيل" د مشر په توګه نوموي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې، د ملي امنیت پخوانی چارواکی کاش پټیل، د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) مشرۍ ته نوموي. پټیل، چې پخوا یې د فدرال د عمومي مدافع وکیل او څارنوال په توګه دنده ترسره کړې، غوښتنه کړې چې، له FBI څخه دې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو رول واخیستل شي او دا اداره دې له هغو کارمندانو پاکه کړای شي چې، د ټرمپ د پلانونو ملاتړ نه‌‌کوي. کاش پټیل، چې هندي‌الاصله دی، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر د دفتر د رباست په شمول په څو مهمو چوکیو کار کړی دی.

د بېلابېلو ولايتونو کب پلورونکي: د هوا په سړېدو سره مو کاروبار ښه شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یوشمېر کب پلورونکي وايي، د هوا په سړېدو سره یې بازار ښه شوی دی. سونیل هاشمي چې په مزارشریف ښار کې د کبانو د د پخولو رستورانت لري، د هوا په سړېدو سره د خپل کار ښه کېدو ته خوښ دی. هغه وايي چې، خپلو مشتريانو ته بېلابېل ډولونه کباب پخوي. هغه ازادي راډيو ته د بېلابېلو کبانو د بيو په اړه وويل: "د قزل‌آلا کب د یوکیلو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. د لقه کب یوکیلو په ۱۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د زغاره کب یوکیلو په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د شېر کب یوکیلو په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي." که‌څه هم د ننګرهار... Читать дальше...

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د "دایمنډ ۲" په نوم د افغان هنرمندانو د موسیقۍ فیسټیوال جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا ټورنټو ښار، د شنبې په ورځ ناوخته د "دایموند ۲" په نوم د افغان هنرمندانو د موسیقۍ د فیسټیوال کوربه و. دغه فیسټیوال په کاناډا کې د فرهنګي فعالانو او د پروګرامونو د تنظیمونکو مصطفی سامي او رامین منصور په نوښت جوړ شوی و، چې شاوخوا ۳۰ افغان هنرمندانو په‌کې برخه اخیستې وه. له اروپايي هېوادونو، امريکا او کاناډا څخه د موسيقۍ د بېلابېلو سبکونو ګډونکوونکو افغان هنرمندانو، چې په دغه فيسټيوال کې برخه اخيستې وه، د دا ډول فيستيوالونو جوړول د هنر د ستاينې او د افغاني موسيقۍ د ژوندي ساتلو په برخه کې اړین بولي. Читать дальше...

د بشري حقونو کمېشن په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۴ز کال کې پر ښځو د تشدد ۱۳۰ شکايتونه ترلاسه کړي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن کې د شکايتونو څانګې مشره اسما خان مېلمنه کړې ده. اسما په پېښور های کورټ کې وکالت هم کوي او د ښځو د حقونو لپاره کار کوی. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې په ټوله نړۍ کې د ښځو پرضد د تشدد د مخنيوي لپاره ۱۶ ورځنی کېمپين لمانځل کېږي. اسما خان وايي، دا لومړی وار دی چې د قبايلي ضلعو ښځې شکايتونه ثبتوي. د هغې په خبره په روان ۲۰۲۴ز کال کې کمېشن له ۴۰۰ زيات شکايتونه ترلاسه کړي دي او په دې کې پر ښځو د تشدد د پېښو شمېر ۱۳۰ وو.

د نولس‌کلنو اسیا جام؛ سریلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د نولس‌کلنو ځوانانو د اسیا جام په ترڅ کې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه افغانستان له سریلانکا سره سیالي وکړه، چې د ۱۳۱ منډو په تفاوت یې وبایلله او په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شول. دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه. د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې شارجن شنمګناتن ۱۰۲ او پولینډو پرېرا ۵۳ منډې وکړې. په افغان... Читать дальше...

افغانستان لپاره د ايران نوی سفير: افغان کډوال د درناوي وړ دي؛ کډوال: د ايران حکومت مو ځوروي

Pa.azadiradio.com 

په‌داسې حال کې چې افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر ویلي، افغان قانوني کډوال دوی ته د درناوي وړ دي، په ایران کې یوشمېر افغان کډوال وايي، سره له‌‌‌دې چې قانوني اسناد لري، خو بیا هم ځورول کېږي او ان له پولې را اړول کېږي. د ایران په اصفهان کې اوسېدونکی افغان حفیظ‌‌‌‌‌الله نایب وايي، ډېری افغان کډوال له قانوني اسنادو سره سره له پولې اړول کېږي، په خبره يې داسې چې ښځې یې ایران کې پاتې شوي خو نارینه او ماشومان یې شړل شوي دي. هغه ازادي راډيو ته وويل: "دوی خلک داسې نیسي، مثلًا که نارینه نیسي او... Читать дальше...

سوریايي یاغیانو د حلب یوشمېر برخې نیولې دي

Mashaalradio.com 

سوریايي یاغیانو د هغه هېواد د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې نیولې دي او د نومبر پر ۳۰مه یې هلته خوشالۍ هم لمانځلې دي. هغه یاغیان د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي. په حلب کې شاوخوا دوه مېلیونه وګړي اوسي. یاغیانو د ښار د نیولو لپاره د نومبر له ۲۷مې څخه له ادلېبه حرکت پیل کړ چې یوشمېر واړه ښارونه یې هم نیولي دي. په همدې حال کې روسیو جنګي الوتکو پر حلب هوايي حملې هم کړې دي. د شام د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې په جګړه کې د ۴۴ ولسي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۳۲۷ تنه وژل شوي دي. Читать дальше...

پاکستان کې مېشت افغانان: په هیڅ ډول سیاسي فعالیت کې مو ونډه نه درلوده، خو پوليسو ونيولو

Pa.azadiradio.com 

په اسلام‌اباد کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې یې ونډه نه درلوده خو بیا هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او ځورول شوي دي. په اسلام‌اباد کې مېشت یوشمېر افغان کډوال په پاکستان کې د طالبانو د حکومت د سفارت له هغه اعلامیې په هرکلي سره وايي، په‌‌‌‌‌داسې حال کې چې تحریک انصاف ګوند د لاریونونو په ګډون یې په پاکستان کې په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې برخه نه‌ده اخیستې، خو بیا هم د پاکستاني پولیسو له ځورونې سره مخامخ شوي دي. د اسلام‌‌اباد د ۲۶ نمبر د سیمې یو اوسېدونکي افغان کډوال میرزا محمد ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

د نولس‌کلنو اسيا جام؛ سريلانکا افغانستان ته ۲۴۴منډې هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

تر نولس‌کلونو د کشرو لوبډلو په اسیايي جام سیالیو کې نن سریلانکا د افغانستان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه. د دې سیالۍ پچه سریلانکا ګټلې وه او لومړی یې غوره وبلله چې توپ‌وهنه یا بیټنګ وکړي. د سریلانکا لوبغاړو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ټاکل شویو ۵۰ اورونو په پای کې ۲۴۳ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره شاروجان شاموګاناتن سلیزه وکړه. د افغانستان په بالرانو یا توپ اچونکو کې بیا تر ټولو ښه لوبه الله محمد غضنفر وکړه، چې په لسو اورونو کې يې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول. حاضردمه د افغانستان لوبډله بیټنګ کوي. Читать дальше...

سپینې ماڼۍ پر ایران او روسیې د بشارالاسد اتکا د حلب د سقوط یو اصلي دلیل وباله

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوت، تېره شپه (د ليندۍ ۱۰مه) په یوه بیان کې وویل چې، واشنګټن د سوریې حالات په دقیق ډول څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له پلازمېنو سره تماسونه نیولي دي. په بیان کې وړاندې راغلي، پر روسیې او ایران د اسد رژیم پر له‌‌پسې تکیه او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پرېکړه‌لیک پر اساس سیاسي بهیر ته نه تسلیمېدو، داسې شرایط رامنځته کړل چې د اوسني وضعیت سبب شول، په ځانګړي ډول د د سوریې په شمال لوېدیځ کې د اسد د رژیم د جبهو سقوط. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا... Читать дальше...

په سعودي عرب کې د وچکالۍ مخنیوي نړیواله غونډه کېږي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره نړیواله غونډه د ډېسمبر په دویمه په ریاض کې پیلېږي. د "زموږ مځکه، زموږ مستقبل" تر عنوان لاندې دا غونډه پر داسې مهال ترسره کېږي چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه دا وخت د اقلیمي بدلون له امله له وچکالۍ سره مخ دي. په دې اړه اسرار عالم مومند د رویټرز خبري اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.

ډبيلو‌ايف‌پي: روان کال په څلورو کې هرو درې کورنيو د خوراکي توکو لپاره پيسې پور کړي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې، په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ د کافي خوراک لپاره پیسې یا خوراکي توکي پور کړي دي او دا شمېره په کلیوالو سیمو کې لوړه ده، چېرې چې له هرو پنځو کورنیو څخه څلور پوروړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې کورنۍ د خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره په متوسط ډول ۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پوروړي دي، چې دا د ۵۶۰ ډالرو معادل دی. له‌‌دې سره‌سره، نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکوي چې، روانو شرایطو ته... Читать дальше...

د ايډز نړيواله ورځ؛ خلک: دا ناروغي افغانستان کې يو ننګ ګڼل کېږي او خبرې پرې نه‌کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د ډسمبر لومړې نېټه د ایدز ناروغۍ نړیواله ورځ په‌‌داسې حال کې رارسیږي چې، د افغانستان په ټولنه کې دا ناروغۍ یو ننګ ګڼل کېږي او خلک یې په اړه له خبرو کولو ډډه کوي. د ناخوندي جنسي اړیکو لرل، د "ایچ‌آی‌‌‌وي" په ویروس د اخته کېدو یو مهم لامل دی، نو له همدې امله په افغانستان کې ډېری ناروغان د خپلې ناروغۍ د پټولو هڅه کوي. یو انسان ورسته له هغې ايډز کېږي چې د ایچ‌آی‌‌‌وي ویروس چې له ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي، د هغه د بدن معافیتي سیستم سخت زیانمن کړی. ډېرځله په وخت تشخیص او اغېزمنې درملنې... Читать дальше...

د کراچۍ له ژوبڼه یوه ښځینه فیل سفاري پارک ته لېږدول شوې

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ژوبڼ چارواکي وايي چې په سفاري پارک کې یې د مدوبالا په نوم د هغې هاتۍ (ښځینه فیل) د اوسېدو سم انتظام کړی دی. هغوی وايي چې په سفاري پارک کې د هغې دوه خویندې هم شته چې مدوبالا ورسره شاوخوا ۱۵ کاله وروسته یوځای شوه. د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د سوريې په حلب ښار کې څه روان دي؟

Pa.azadiradio.com 

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونه وايي، د مخالفو وسله‌والو پر وړاندې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي. د رویټرز آژانس د راپور له‌مخې، ایراني رسنیو په دې اړه راپورونه ورکړي دي.

روسيې په سوريه کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

روسیې پرون شنبه اعلان وکړ، چې جنګي جټ الوتکو یې په سوریه کې ګڼ ماموریتونه بشپړ کړي، چې د یاغیانو د قوماندې، د توغندیو د ویشتلو مرکزونه او کمپونه یې په نښه کړې دي. روسیې په دغو عملیاتو کې د سوریې د حکومت ضد ۳۰۰ جګړه مارو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د روسیې تاس خبري اژانس په سوریه کې د روسیې د ماموریت د مشر، تورن اولیګ ایګناسیوک خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، د افراطي مهاجمانو پر خلاف به د دوی پوځي عملیات دوام کوي. دغه اطلاعات په خپلواکه توګه تایید شوي نه‌دي. پخپله ایګناسیوک هم د دغو جنګي الوتکو د موقعیتونو په باب معلومات نه‌‌دي ورکړي. Читать дальше...

غزه کې د يو خيريه بنسټ د يو کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

یو نړیوال خیریه بنسټ وايي، په غزې تړانګه کې پر یوه موټر د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کې د دوی د یوه کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي. د ولد سنټرل کیچن یا (WCK) په نوم بنسټ ویلي، په‌‌دې اړه یې د نورو توضیحاتو غوښتنه کړې ده، هغه هم وروسته له هغې چې د اسرايیل پوځ وویل، چې د WCK هغه کارکوونکی یې په نښه کړی، چې پر اسرايیل یې د حماس ډلې په حمله کې ونډه درلوده. پر اسرايیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې هغه حمله په غزه کې د جګړې سبب شوه. د WCK په نوم خیریه بنسټ وايي، په‌‌‌دې اړه خوابدي دي... Читать дальше...

د نولس‌کلنو اسيا جام؛ نن افغانستان له سريلانکا سره سيالي لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم‌‌عمره لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سریلانکا دغه راز د بنګله‌‌‌دېش او نیپال ټیمونه سره مسابقه کوي. دغه دواړه مسابقې د کابل پر وخت سهار نهه‌نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې کېږي. د افغانستان او سریلانکا مسابقه د شارجې او د بنګله‌‌‌دېش او نیپال مسابقه د دوبۍ د کرکټ په میدان کې کېږي. افغانستان تېره جمعه د دغو سیالیو په لړ کې د بنګله‌‌دېش په وړاندې ماتې وخوړه. افغانستان په B ګروپ کې له بنګله‌‌‌دېش، سریلانکا او نیپال سره دی. پرون د دغو سیالیو په... Читать дальше...

د امريکا سفارت: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو سفارت وايي، په روان ۱۶ ورځني کمپاین کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوي. دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول یو نړیوال لومړیتوب دی او افغانستان هم ترې مستثنی نه‌دی. وړاندې راغلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکوي. د امریکا سفارت زیاته کړې چې هره ښځه د خوندیتوب، کرامت او برابرۍ مستحقه ده. د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې... Читать дальше...

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر پر مهال د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال عبدالله عارفوف سره وکتل. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یک‌شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. فطرت زياته کړه، چې د ازبکستان صدراعظم د افغانستان د کانونو د استخراج او د سوداګريزو توکو د ټرانزیت په برخه کې د خپل هېواد لېوالتيا څرګنده کړه. مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو هیئت پرون شنبه ازبکستان ته لاړ. Читать дальше...