کیلاشي مشران په چاوموس مېله کې د نوي کال په اړه وړاندوینې کوي
د خیبر پښتونخوا په چترال کې د کیلاشیانو (کالاشیان هم بلل کېږي) کلنۍ مېله چاوموس (چوموس) دوام لري. دا مېله به د ډېسېمبر تر ۲۲مې روانه وي. په مېله کې د کیلاشیانو مشران د نوي کال لپاره وړاندوینې کوي او خوشالي لمانځي. ځايي اوسېدونکي وايي چې د تېرو کلونو پرتله سږ کال هلته کم بهرني او کورني سیلانیان ورغلي دي. تفصیل په رپورټ کې.