ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو کابيني کندهار کې طبي انسټيټيوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بحث کړی؛ څه‌ يې ويلي؟

0
د طالبانو د حکومت کابینې په کندهار کې په خپله نننۍ ناسته کې د نجونو د طبي انسټیټوتونو په اړه بحث کړی.


د طالبانو د حکومت چارواکو په کندهار کې، چېرې چې یې مشر ملاهبت‌الله اخندزاده مېشت دی، د کابینې په نننۍ (د چهارشنبې ورځې د لیندۍ ۱۴ مه) په ناسته کې د نجونو د انسټیټوتونو د موضوع په اړه خبرې کړې دي.




دغه ولایت کې ځینو باخبرو سرچینو د طالبانو د حکومت د مشرانو د دې مجلس د موضوع په اړه ازادي راډیو ته خبر ورکړ.


په‌‌‌دې ولایت کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې هم، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې تایید کړه چې، د دوی "د لوړپوړو چارواکو" ترمنځ مجلس روان دی، خو جزیات یې ورنه‌‌‌کړل او ویې ویل چې وروسته به په‌‌‌دې اړه اطلاعات شریک کړي.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تازه په طبي انسټیټوتونو کې هم د نجونو پر زده‌‌‌کړو بندیز ولګاوه، هغه برخه چې د دغو محصلانو په خبره د زده‌‌‌کړو د دوام او پرمختګ د تیاره برخلیک لپاره یې یوازینۍ د رڼا څرک وه.


طالبانو مخکې په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر لوړو زده‌‌کړو بندیزونه لګولی وو.




د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او سیمو یوشمېر اوسېدونکې چې طبي دولتي او خصوصي انسټیټونو کې په بېلابېلو برخو په زده‌‌کړو بوختې وې وایي، تازه یې فاینل یا د سمسټر وروستۍ ازموینې پیل شوې وې، چې دا بندیز پرې ولګېد.


د کابل د راضي طبي انسټیټوټ یوې محصلې ګل‌مینې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د لومړي سمسټر فاینل ازموینو ته څو ورځې پاتې دي، موږ ته احوال راکړل شو چې انسټیټوت مو وتړل شو او نور تاسو نه ازموینې نه اخیستل کېږي، موږ چې نن هم پوهنتون (انسټیټوت) ته ورغلي وو موږ ته یې اجازه را نه‌‌کړه چې دننه ورشو، له دولته مو غوښتنه دا ده چې زموږ پوهنتونونه پرانیزئ چې موږ مو زده‌کړو ته دوام ورکړو."


خو ځینو کورنیو رسنیو له‌‌‌دې ډلې پژواک خپري اژانس د ځينو سرچینو په حواله راپور وکړی چې، طالبانو د دغو انسټیټوتونو ښځینه محصلانو ته د ازموینو د پای ته رسولو اجازه ورکړې.


خو د طالبانو حکومت رسماً په‌‌‌دې اړه څه نه‌‌‌دي ویلي.




د کابل ښار اوسېدونکې او د رابعه بلخي انسټیټيوت یوې محصلې ناجیې فیضي ازادي راډیو ته وویل، مخکې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د وروستي سمسټر محصله وه، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا پوهنتونو کې پر نجونو د لوړو زده‌کړو بندیز ولګېد.


ناجیې له تېر یو نیم کال راهیسې په‌‌‌دې طبي انسټیټوت کې زده‌‌کړې پیل کړې، چې دا هم اوس پرې بندې شوې.




نوموړې په ناهیلۍ سره ازادي راډيو ته وويل: "دا (بندیز) به نه یوازې د نجونو لپاره ښه پایله ونه‌لري بلکې ټولنه به له‌‌منځه یوسي، که میندې او لوڼې مو ناروغه شي چا ته به ورځي؟ همدا ښځینه ډاکټرانې دي چې رسېدنه ورته کولای شي، دا زموږ حق دی چې درس ووایو، دوی (طالبان) ولې موږ له خپل دې حقه راګرځوي؟"


په ننګرهار ولایت کې د یو طبي انسټیټوت د نرسنګ څانګې محصله رڼا هم د ناجیې په برخلیک اخته ده.


دا وايي، مخکې د طب پوهنځي وروستي سمسټر کې وه چې، د طالبانو د حکومت له‌‌‌خوا پوهنتونو کې پر نجونو د لوړو زده‌‌کړو بندیز ولګېده او دې له سره په نرسینګ برخه کې زده‌کړې پیل کړې.


رڼا وايي: "که دا حالت همداسې دوام وکړي او طبي زده‌‌کړې پر موږ بندې شي، ښځینه ډاکټرانې به نورې هم کمې شي او په‌‌دې سره به ستونزې زښته زیاتې شي، ځکه ښځې ډېری ستونزې یوازې ښځینه ډاکټرانو ته ویلي شي او ښځینه ډاکټرانې چې څومره د ښځو ستونزې حلولی شي، نارینه یې نه‌‌‌شي حلولی."




د یادونې ده چې لا له وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان د لازمو روغتیایي اسانتیاو او ښځینه ډاکترانو او قابله‌‌ګانو د کمښت له امله د امېندوارۍ پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ښودلې ده.


د ملاهبت‌الله اخندزاده دا فرمان د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲مه) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له‌خوا په یوې غونډه کې د طبي انسټیټوتونو مشرانو ته اعلان شو.


د خپرو شویو شمېرو له‌‌‌مخې په ټول افغانستان کې ۱۶۴ طبي خصوصي انسټیټوتونه او ۱۰ دولتي طبي انسټیټوتونو فعالیت کاوه، چې په دغو انسټیټوتونو کې د شمېر ډېره کچه یې ښځینه محصلینو او استادانو جوړوله.