ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

امنيت شورا روانه مياشت د افغانستان په اړه غونډه جوړوي؛ افغانان ترې د وضعيت د بدلون تمې لري

0
ټاکل شوې د ډسمبر په ۱۲مه د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان اړوند غونډه وکړي.


په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د سه‌شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۳مه) ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، دا ناسته به د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه جوړه او د افغانستان د امنیتي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت اړوند د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېريش له‌خوا به درې میاشتنی راپور هم په‌‌‌کې وړاندې شي.




ښاغلی فایق وایي، په‌‌دې ناسته کې به د یاد سازمان د سرمنشي ځانکړې استازې روزا اوتانبایوا، د افغان مدني ټولنې یو غړی، د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازي، د اوچا ادارې یو استازی او په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست او هغو هېوادونو استازي چې د دې شورا غړيتوب هم نه‌‌لري، ګډون کوي.


د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) چې پرون دوشنبه په خپله وېب‌‌پاڼه د ګوتېريش دا چمتو شوی درې میاشتنی راپور خپور کړی چې، په یوه برخه کې یې راغلي، افغانستان لا د نړۍ تر ټولو نورو هېوادونو ناورین ځپلی هېواد دي او بشري حقونه په‌‌کې نقضېږي.


انتونیو ګوتېريش په‌‌دې راپور کې اندېښنه ښودلې چې، طالبانو لا هم د ګڼو نورو بشري حقونو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقضولو ته دوام ورکړی او ورځ بلې ته یې پر دوی بندیزونه زیات کړي دي.




په راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ویل شوي چې، دا هېواد لا هم د نړۍ لپاره د ترهګرۍ له اړخه ګواښ ګڼل کېږي، چې په ټکو یې د داعش د خراسان او تحریک طالبان پاکستان ډلو تر څنګ په کې ګڼې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.


هغه څه چې د طالبانو حکومت په ځلونو بې‌‌بنسټه ادعاوې بللي او رد کړي یې دي.




دوی ویلي هيچاته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کارولو ته اجازه ورنه‌‌‌کړي او د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه د اسلامي سرعیت په چوکاټ کې خوندي دي.


د اوچا په‌‌دې راپور کې دا ویل شوي چې، د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې به په افغانستان د یوناما ماموریت هم تمدید شي.


خو افغانان له‌‌دې غونډې څه تمې لري؟

د کابل ښار یو اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د ملګروملتونو له‌‌دې ناستې زموږ تمه دا ده چې دوی باید د افغانستان د روانو حالاتو په اړه واضح او هر اړخیزې خبرې وکړي، ځکه دا اوس افغانستان له هر اړخه له ستونزو سره مخ دی، دوی باید د اقتصادي مسایلو تر څنګ زموږ د خویندو او افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم د برخلیک په اړه هم قاطع خبرې وکړي."


د لوګر ولایت یوه اوسېدونکې مژګان بیا وایي: "د ملګروملتونو له سازمانه زموږغوښتنه دا ده چې په افغانستان له اقتصادي او سیاسي اړخه خپله پاملرنه زیاته کړي، بل دا په‌‌دې درېیو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي د ښځو وضعیت بدل شوی، نو دوی (امنیت شورا) باید د افغان ښځو او نجونو د کار او زده‌‌‌کړو، ښوونځیو د خلاصونه لپاره جدي کار وکړي."




د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په خپله واکمنۍ کې پر ښځو او نجونو بېلابېل بندیزونه او محدودیتونه لګولي او هرو ورځ په پراخېدو دي، هغه څه چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غبرګونونه یې راپارولي دي.


د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال کېږي چې د اوچا په ټکو، ۲۳.۷ میلیونه افغانان، چې د هېواد نږدې نیمايي نفوس جوړوي، بشري مرستوته اړتیا لري او په افغانستان کې د لوږې د خطرناکې کچې سربېره، لا هم د دې ناورین د حل لپاره کافي مالي سرچینې نه‌دي برابرې شوي.