ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

يوشمېر معلولين: طالبان مو امتياز نه راکوي او له لېستونو يې هم ايستلي يو

0
په افغانستان کې معلولين وايي، په تېرو درې کلونو کې یې کوم نسبي امتیازونه چې لرل، له لاسه ورکړي او اکثره د معلولیت لرونکو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي.


سږکال د دسمبر درېیمه د معلولانو نړیواله ورځ له داسې وخت سره برابریږي چې، د افغان معلولانو په وینا کال په کال یې ټاکلې اندازه امتیازونه او معاشونه کمېږي او حتی ګڼ یې د معلولو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي.


ځیني وايي چې، طالبان خپلو معلولانو ته پوره امتیازات ورکوي.




څو تنو معلولينو د نوم له ښوولو پرته ازادي راډیو سره خپل نظرونه شريک کړي دي.


يوه معلول وويل: "زموږ معاشونه اوامتیازونه یې راڅخه ګرځولي، کار هم نه راکوي. حتی د معیوبانو له لېستونو څخه یې زموږ نومونه ایستلي دي."


دغه‌راز يو بل معلول وايي: "موږ یې له امتیازونو محروم کړي یوو، زموږ نومونه یې د معیوبینو له فهرستونو ایستلي او زموږ پر ځای یې خپل معیوبان په لېستونو کې شامل کړي او پوره معاش او امتیاز ورکوي."


دا په‌داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي، په افغانستان کې هر کال له ۱۶,۰۰۰ څخه تر ۱۸,۰۰۰ پورې نوي معلولان ثبتېږي.




د دسمبر ۳مه د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۹۲ کال کې د معلولانو نړیواله ورځ (IDPD) ونوموله او له هغه وخت راهیسې دغه ورځ هر کال لمانځل کېږي.


د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولينو وزارت وايي چې، په هېواد کې ټولټال څه باندې ۶ لکه ۳۸ زره، ۹۵۴ تنه معلولان، کونډې او يتيمان ثبت شوي، چې په‌دې کې څه باندې یو لک، ۸۰ زره، ۴۴۹ معلولان دي چې له‌‌دې ډلې شاوخوا یو لکو پنځوس زره، ۱۴۹،۶۷۲ نارينه او نور یې ۳۰۷،۷۷ ‌یې ښځينه دي.


د نړیوالو بنسټونو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د معلولو کسانو شمېر یو اعشاریه اته ميلیونو ته رسېږي.




راپورونه وايي، ګڼ معلول کسان چې په دولتي ادارو کې یې کارونه کول، اوس له کارونو شړل شوي او پر ځای یې نور کسان ګمارل شوي دي.


د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت په وار وار ویلي، چې پر لسګونو زره معلولانو او د شهیدانو پر کورنیو یې مرستې وېشلې دي.


د معلولانو د ملاتړ اتحادیې، چې اوس یې طالبانو پر فعالیت بندیز لګولی وايي، اوس د معلولو کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه ځنډول شوي او د کار روزګار لپاره مشخص ځایونه هم نه‌‌دي ورته ټاکل شوي.