د ولسواکۍ نړیواله ورځ: پوهان او فعالان وايي افغانان له ۳ کلونو راهیسې له ډېموکراټیک نظامه بې برخې دي
د میدان وردګو ولایت يوې اوسېدونکې مشال راډيو ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره ډېموکراسي له مینځه تللې، خلک حق نه لري چې د دولت پر چارو نظر ورکړي او یا هم نیوکه وکړي، د خلکو غږ یعنې ډېموکراسي بیخي له مینځه تللې، یوازې دېکتاتوري سېسټم (امرانه نظام) دی چې پر مخ ځي."