
دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې د "پښتون قامي جرګې" مشر خالد ايوب مېلمه کړی دی. نوموړی د مردان د شېرګړ دی او په فلسفه کې يې لوړې زدکړې کړې دي. خالد ايوب له تېرې يوې لسيزې راهېسي د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي. په دې وروستيو کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتين هم ورسره د پښتنو د قامې جرګې په اړه ملاقات کړی وو. پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه وربللې ده. د خالد ايوب په خبره، پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره هر شان مبارزه وکړي او د هغو احتساب وکړي چې د دوی پر وسايلو يې "قبضه" کړې ده. بشپړه مرکه واورئ.
د انګلستان په پلازمېنه لندن کې د "لندن ټاور" په نامه مشهوره قلعه او ورسره تړلی پل، چې ۹۰۰ کاله زوړ دی، هر کال درې میلیونه سیلانیان د لیدو لپاره ورته راځي. داسې انګېرل کېږي چې پاچا چارلس دویم، چې له ۱۶۶۰ څخه تر ۱۶۸۵م پورې یې واکمني وکړه، لومړی کس و چې د دې افسانوي قلعه په ساتنه یې ټینګار وکړ. پاچا په یوه لرغوني وړاندوینه باور درلود، چې ویل یې"که کارغان کله هم کلا پرېږدي، دا به سقوط وکړي او سلطنت به هم ویجاړ شي." له هغه وخت راهیسې، د قلعه ځانګړي ساتونکي د مرغیو او دغلته د خوندي شاهي خزانې په حفاظت ګمارل شوي دي. Читать дальше...
لسګونه افغان کډوال چې پهدې وروستيو کې له ايران ايستل شوي، په نيمروز کې يې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، پوليسو دوی وهلي ټکولي دي. ايران پهدې وروستيو کې د افغان کډوالو ايستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.