د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي
![د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي](https://gdb.rferl.org/3ebbf0af-1e4f-4a4e-a304-cee73976164e_w800_h450.jpg)
د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
ژغورونکو نن سهار د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.