ru24.pro
World News in Pashto
Май
2024

Новости за 03.05.2024

په افغانستان او پاکستان کې د مطبوعاتو وضعیت څه ډول دی او د خبریالان له کومو ستونزې سره مخ دي؟

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دې موضوع خبرې کېږي چې په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د مطبوعاتو وضعیت څه ډول دی او خبریالان له څه ډول ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي؟ ملالۍ بشیر دا خپرونه وړاندې کوي:

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې اصلي واک د پوځ په لاس کې دی

Mashaalradio.com 

مولانا فضل الرحمان د مې په ۲مه په کراچۍ کې، ولسي سيند اسمبلۍ په نوم جلسې ته په وینا کې تور پورې چې اسمبلیانې د پوځ په خوښه جوړېږي او اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چې د پوځ په وینا په قانون کې بدلونه کېږي او قوانین جوړېږي.

په کابل کې یو کتاب پلورونکی حاضر دی څو خلکو ته وړیا کتابونه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

محمد اکبر اعظمي د کابل په جوی‌شیر سیمه کې کتاب پلورنځی لري. هغه وايي، د ځوانانو له‌خوا د ټیلفونونو د ډېرې استفادې له کبله د کتاب ویلو "مطالعې" فرهنګ پیکه شوی دی. اعظمي د ځوانانو د هڅونې په پار حاضر دی څو خپل یو شمېر کتابونه په وړیا توګه لوستونکو ته ورکړي.

جنرال عاصم منیر وايي، دوی په خپلو اییني حدودو ښه خبر دي

Mashaalradio.com 

د پوځ مشرجنرال عاصم منیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مې پر دریمه نېټه په نړۍ کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د تېر په څېر دا ځل هم په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي لا هم اندېښن دي چې د ملک په رسنیو، سیاست او جمهوریت کې د اسټبلشمنټ له خوا لاسوهنه روانه ده.

خيبر پښتونخوا کې د مدرسو د زده کوونکو ترمينځ د لوبو سيالۍ شوې دي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د لوبو ادارې د مدرسو د زده کوونکو لپاره د درو ورځنيو لوبو د سياليو انتظام کړی وو چې د مې پر دويمه پای ته ورسېدې. په سياليو کې د مدرسو د زده کوونکو په ګډون د ټيټ قد او معذوري لرونکو کسانو هم برخه اخيستې وه. ويډيو رپورټ.

د غنمو له ډنډره له جوړې کاشوغې څخه څنګه بوټي ټوکېږي؟

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې یو ځوان سوداګر د کاشوغو (کاچوغو يا څمڅکيو) داسې کاروبار پیل کړی دی چې د غنمو له ډنډرو یې جوړوي او پکې د سبزیو او مېوو تخم هم ږدي. د هغه په خبره، که یو کس هغه کاشوغه په ځمکه کې ښخه کړي نو ۲۰ ورځې وروسته ورڅخه بوټی ټوکېږي. نوموړی زياتوي، هغه غواړي چې خلک د پلاسټېک پر ځای د داسې شیانو استعمال وکړي چې چاپېريال ته ګټه ورسوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

خبریالان وايي پاکستان کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لا زیات شوي دي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، پاکستاني خبریالان وايي چې هلته پر خبریالۍ محدودیتونه زیات شوي دي. د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې فریډم نېټورک په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې د بیان ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی. په پېښور او اسلام اباد کې خبریالان وايي چې د پخوا په نسبت یې چیلېنجونه لا زیات شوي دي. د پاکستان حکومت وايي چې د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.