د چمن پرلتوالو او حکومت تر مینځ خبرې یو ځل بیا بې نتیجې پای ته رسېدلي
![د چمن پرلتوالو او حکومت تر مینځ خبرې یو ځل بیا بې نتیجې پای ته رسېدلي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-2e4c-08dbdeccabc4_w800_h450.jpg)
د سرکاري پلاوي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي ويلي د احتجاج کوونکو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته وويل چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان ونه کړي.