د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي دي
![د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-dd21-08dc741f4354_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په سرښار مظفر اباد کې د مې له ۱۰مې احتجاجونه روان دي. دا احتجاجونه د اوړو او بجلۍ يا برېښنا د لوړو بيو خلاف کېږي. احتجاج کوونکي وايي چې د مظاهرو پرمهال امنیتي ځواکونو ډزې ورباندې کړي چې درې مظاهرچيان پکې وژل شوي دي.