په ګردېز کې د ۶ ولایتونو د والیبال لوبډلو سیالۍ شوي دي
![په ګردېز کې د ۶ ولایتونو د والیبال لوبډلو سیالۍ شوي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-586a-08dc733163df_tv_w800_h450.jpg)
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د شپږو ولایتونو د والیبال د ۴۴ لوبډلو تر مینځ سیالۍ ترسره شوي دي. د پروګرام منتظمین وايي، چې له دې لوبو يې موخه د ځوانانو یووالی، خلکو لپاره د ساعت تېریي زمینې برابرول او له نشو څخه د ځوانانو راګرځول دي. د یاد ټورنامینټ پای لوبې ته د پکتیا او کابل د موسهي د والیبال لوبډلو لاره ومونده، چې د پکتیا د نیازیو د والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. ویډیویي رپورټ.