د پاکستان پوځ: وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بريدونه کوي
![د پاکستان پوځ: وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بريدونه کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f6da-08db45839d89_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
مېجر جنرل احمد شريف يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د مارچ پر ٢٦مه د خيبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، چې پينځه چينايي انجينران او د هغوی پاکستانی ډرېور پکې وژل شوی وو.