امريکا کې په څارويو د لاس وهلو کاروبار راتلونکی به څنګه وي؟
![امريکا کې په څارويو د لاس وهلو کاروبار راتلونکی به څنګه وي؟](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-749d-08dc6e957403_tv_w800_h450.jpg)
د اعصابي او رواني ناروغیو پوهان وايي چې په څارويو لاس وهل او د هغوی لمس کول يو ډول درملنه ده چې انسان ته ذهني ارام ورکوي. په امریکا کې زرګونه بزګران په پیسو خلکو ته موقع ورکوي چې د ذهني ناارامۍ او اعصابي فشار کمولو لپاره د هغوی له څارويو سره محدود وخت تېر کړي. خو په وروستیو کې د چرګانو او مارغانو د ناروغۍ یا برډ فلو د اندېښنو له وجې وېره ده چې دا ناروغي څاروو ته هم لګېدی شي او ورسره به دا کاروبار اغېزمن شي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ