پېښور کې یخنۍ او لړې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی
په پېښور کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د سړو څپې او لړې (په اردو کې دهند بلل کېږي) د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. د موسمي چارو پوهان وايي چې یخني او وچکالي دواړه د لړې لامل کېږي. روغتیاپالان وايي چې لړه عموماً صحت ته تاوان نه رسوي خو چې د دوړو یا ګرد او لوګي ذرې پکې شاملې شي نو د تنفس د نظام او سترګو د ناروغیو سبب کېدای شي. روغتیاپالان د لړې پر وخت د تمبوزک یا ماسک په مخ کولو سپارښتنه کوي. د پېښور د لړې په اړه د رویټرز اژانس دا انځورونه وګورئ.
