ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2024

Новости за 06.01.2024

منظور پشتین د عامه نظم خرابولو په تور په جهلم کې زنداني شوی دی

Mashaalradio.com 

د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه  د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.

د کراچۍ یوه ځوانه بنګالیو ماشومانو ته تعلیم ورکوي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ بې وزله بنګالیانو ته وړیا او یا هم په خورا کمو پیسو تعلیم ورکوي. هغه وايي، درې کاله مخکې یې د خپل کور پر بام ماشومانو ته سبق ښوول پیل کړل او اوس شاوخوا ۵۰ شاګردان لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.

په فراه کې یو شمېر روږدي کسان بیا د نشه‌يي توکو استعمال ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې یو شمېر روږدي کسان وايي، د اعتیاد د پرېښودلو لپاره څو ځله روغتون او زندان ته لېږدول شوي، خو ونه توانېدل چې نشه‌يي توکي پرېږدي. د دوی په وینا، د امکاناتو نشتوالی، د درملنې پر وخت د اعتیاد پرېښودلو لپاره د کم وخت محدودیت او کار ته نه لاسرسی یې د اعتیاد د دوام لاملونه دي.