ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2023

د کډوال یاداښتونه؛ یو افغان هټیوال له پاکستانه په شړل کېدو خپه دی

0
زه ویده وم چې زما د خور ټلیفون ته زنګ راغی.


کله چې ټلیفون یې ځواب ورکړ، د دوی د رسنیو همکار هغه ته زنګ وهلی و او غږ یې له اندېښنو ډک و.


کله چې د دوی خبرې پای ته ورسېدې، ما وپوښتل چې لیمې دومره سهار وختي د څه لپاره زنګ وهلی و؟


خور مې وویل: "د لیمې د کور مالک هغه له خپلې کورنۍ سره له کوره ځواب کړي و او یوازې تر ماښامه یې ورته فرصت ورکړی و چې کور پرېږدي."


هغې د مرستې غوښتنه کوله ځکه چې دوی د اوسېدو بل ځای نه درلود او پرېکړه وشوه چې ددوی د ستونزې تر حل کېدو پورې به زمونږ کور کې اوسېږي.


د ورځې په جریان کې زه د سودا اخیستو لپاره بازا ته لاړم ترڅو د مېلمنو د راتلو لپاره چمتوالی ونیسم.


یو افغان هټیوال چې د سبزیو پلورنځی لري او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، په دې خپه و چې له پاکستانه شړل کېږي.


هغه وويل چې زه له همدې څو کلونو راهيسې د دې هټۍ له لارې د خپلې کورنۍ لپاره ژوند برابروم.


د ماښام ۵ بجې وې چې زما د خور ملګرې له خپلې کورنۍ سره راغلل، دا څرګنده وه چې د دوی زړه څومره ډک دی، له همدې امله دوی ټول له کېناستو سره سم او له پوښتنې وروسته په ژړا شول.


د دوی حالت ته په کتلو دومره غمجنه او خفه شوم چې فکر مې کاوه مرغۍ مې د سینې په پنجره کې بنده ده او وزرونه رپوي.


ما فکر کاوه دوی ټول په ناقانونه توګه ژوند کوي، خو کله چې یې کیسه وکړه، هغوی وویل: "په کورنۍ کې یې اته تنه دي او یوازې لیمه د پاکستان ویزه نه لري، نو له همدې امله یې له کور څخه ویستلي."


د دوی په آند د کور څښتن فقط په همدې بهانه غوښتل پر دوی کرایه زیاته کړي.


که څه هم هغې څو ځلې د ویزې غوښتنه کړې، خو رد شوې ده او اوس دوی حیران دي چې څه پریکړه وکړي او څه وکړي.


هغو ټولو ځایونو کې چې افغانانو په کې ډېر تګ و راتګ درلود، خاموشه شوي او هیڅوک له کوره د وتلو جرأت نه کوي.


په پاکستان کې د افغان کډوالو په فېسبوک ګروپ کې هره ورځ لسګونه کورنۍ د کور د توکو د پلور او افغانستان ته د ستنېدو خبر ورکوي.


یوې پوځي مېرمنې لیکلي چې که ددوی کورنۍ د پاکستان ویزه ترلاسه کړي نو باید ۷۰۰۰ ډالر ورکړي.


نوموړې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو دفتر ته تللې وه، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.


ثمینه حفیظي