ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 13.10.2023

د پاکستان حکومت په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی. د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو او د زرګونو بندیانو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي. د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته 'د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو' نوم ورکړی دی. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو... Читать дальше...

​​​​​​​هرات کې د زلزله ځپلو د سرپناه نشتوالی؛ ځینې کورنۍ: هوا سړه شوې او ژر دې مونږ ته کورونه جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو د قربانیانو کورنۍ د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې دوی ته ژر تر ژره کورونه جوړ کړي. د افغانستان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د استوګنې د سلګونو کورونو له ویجاړېدو وروسته زلزله ځپلي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې دوی ته د سرپناه غم وخوري. دوی وايي چې د ژمي په رارسېدو سره بې کوره په ډاک ژوند ورته ستونزمن دی. د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن ازادي راډيو ته وویل: "زلزلې، طوفان... Читать дальше...

د اسراييلو حکومت د غزې ۱،۱ ميليون اوسېدونکو ته د سيمې پرېښودو ويلي

Mashaalradio.com 

د اسراییلو حکومت د اکتوبر پر ۱۳مه د غزې تړانګې په شمالي برخو کې تر يو ميليون زیاتو ولسي خلکو ته ویلي چې په راروانو ۲۴ ساعتونو کې دې له هغې سیمې ووځي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځيان په غزه کې د حماس ډلې د وسلوالو خلاف د ممکنه ځمکنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي. د اکتوبر له اوومې د اسراييلو او حماس ترمينځ روانې جګړې پر مهال دواړو خواوو ته سلګونه کسان وژل شوي دي.

ځینې نړیوال بنسټونه: افغانستان له زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب او سره مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، افغانستان د یو لړ ویجاړونکو زلزلو وروسته له مخ په زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی. د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون وايي چې دغه هېواد له دغو ویجاړونکو زلزلو وروسته له پراخېدونکي بشري ناورین سره مخ دی. د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې د نړيوال فدراسيون په بیانیه کې د پنجشنبې په ورځ د دغه فدراسيون د اسيا د برخې د مسوول الکساندر متيو له قوله راغلي چې د دغې غميزې بشپړ اړخونه لا هم د څرګندېدو... Читать дальше...

هغه ویډیو چې د پلخمري د امام زمان په جومات کې له چاودنې وروسته ازادي راډیو ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه رارسېدلي. سرچینو د پلخمري د مرکزي روغتون د صحي چارواکو په حواله ویلي چې له چاودنې وروسته د شاوخوا دېرشو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي. دې سرچینو چې نه غواړي هویت یې افشا شي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې شوې او لسګونه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز خبري آژانس په بغلان کې د مولوي... Читать дальше...

په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي

Pa.azadiradio.com 

دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ د ملي له ودانۍ سره نېږدې او د اسلام اباد په مارګله ټاون کې ول. د پلازمېنې د پرمختیا ادارې سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل. دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي. خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه کړې چې پکې به اوس د خلکو د اوسېدو قانوني ځایونه جوړېږي. يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله،... Читать дальше...

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د امریکا د دفاع وزیر هم اسراییل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر وروسته اوس دفاع وزیر هم تل‌ابیب ته رسېدلی او تمه ده چې له صداعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره وګوري. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد. اسټن به هغه وسلې او امنیتي تجهیزات هم وګوري چې واشنګټن پر اسراییل د حماس د تندلارې ډلې له برید وروسته په لومړۍ اونۍ کې اسراییلو ته ورکړل. اسټن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه تل ابیب ته ولاړ. له اسټن سره... Читать дальше...

د بغلان په ګډون د افغانستان شمال ځینې برخې پرلپسې زلزلو ولړزولې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت په ګډون د افغانستان د شمال ځینې برخې نن سهار دوه پرلپسې زلزلو ولړزولې. په داسې حال کې چې نن په هرات کې د شوې مرګونې زلزلې اومه ورځ ده د افغانستان یوه بله برخه نن سهار دوه نسبتاً شدیدو زلزلو ولړزوله. د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ د ریښتر په کچه ۴ عشاریه ۷ او ۴ عشاریه ۹ درجو زلزلو چې اوله یې نن سهار ۴ بجې او ۳۰ دقیقې او دوهمه یې ۵ او ۴۰ دقیقې رامنځته شوه د بغلان په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې. د دغو زلزلو مرکزونه د بغلان سویل او پلخمري ښار یاد شوي دي. Читать дальше...

د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته نن د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو. په هغو تصویرونو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس خپاره کړي یو شمېر خلک په داسې حال کې لیدل کېږي د طالبانو بیرغونه ورسره دي. د باختر د راپور له مخې معترضانو له فلسطینیانو سره خواخوږي وښوده او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې څخه یې ملاتړ وکړ. په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد مظاهرې وشوې.

د بغلان د مرکز په یوه جومات کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یوه جومات کې د چاودنې راپورونه رارسېدلي. سیمه‌ییزو رسنیو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال د پلخمري د سیلو په لومړي سړک کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې. د سرچینو په وینا، په چاودنه کې یو شمېر خلک هم مړه او ټپیان شوي دي، خو شمېر یې نه دی معلوم. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی او د طالبانو د حکومت چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

زرګونه ایرانیانو د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

زرګونه ایرانیان نن د فلسطینیانو په پلوۍ د مظاهرو لپاره لارو او سړکونو ته راووتل. د اسوشیتید پریس د خبریال د راپور له مخې معترضانو، په داسې حال کې چې د ایران، فلسطین او حزب الله بیرغونه او مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا شعارونه یې لېږدول، په پلازمېنه تهران کې لاریون وکړ. په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې معترضانو د امریکا او اسراییلو بیرغونو ته اور واچاوه.

د امریکا د دفاع وزیر هم له اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره تل ابیب ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین د اسراییلو د صدراعظم په ګډون له جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد. اوستین دوهم امریکایي چارواکی دی چې په تېرو دوو ورځو کې اسراییلو ته ځي. پرون د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین هم سیمې ته سفر وکړ. بل خوا: په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر کړی. دا امر وروسته له هغه ورکول کېږي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل، اسراییلو... Читать дальше...

محمود جان بابر وايي په پاکستان کې له صحافته کاروبار جوړ شوی دی

Mashaalradio.com 

په "مشال مرکه" کې مو دا اوونۍ خبريال او شنونکی محمود جان بابر مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۲۵ کلونو راهيسي صحافت کوي او د خبريالانو د بېلا بېلو سازمانونو مشري يې هم کړې ده. نوموړی دا وخت په پېښور کې د سما ټېلېويژن بيورو چيف يا مشر دی. محمود جان بابر وايي، له تېرو څو کلونو راهيسي په پاکستان کې صحافت کول او بېطرفه پاتې کېدل ګران شوي دي. د ده په خبره، په موجوده حالاتو کې له صحافت څخه کاروبار جوړ شوی دی او هغه شان ازادي هم نه شته لکه پخوا چې وه. له نوموړي سره بشپړه مرکه لاندې اورېدلی شئ.

کابل کې ښځې د هرات زلزله ځپلو لپاره مرستې غونډوي

Mashaalradio.com 

په کابل کې ښځو د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو یو کیمپېن پیل کړی دی چې پکې له خلکو څخه پیسې او نور شیان غونډوي. د اکتوبر پر اوومه او بیا پر ‍۱۱مه د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې زلزلو زرګونه کسانو ته مرګژوبله او لوی مالي زیانونه واړول. زلزلو د هرات ولایت یوشمېر برخې سختې ځپلې دي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

افغانستان او د طبیعي پېښو د کمولو نړیواله ورځ؛ د دې پېښو د کمولو لپاره څه کولی شي؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن جمعه د اکتوبر دیارلسمه د افتونو یا د طبیعي پېښو د کچې د کمولو نړیواله ورځ ده، افغانستان له یوې سترې طبیعي پېښې تېرېږي. په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله په افغانستان کې د روان کال تر ټولو ستره زلزله او طبیعي پېښه بلل کېږي. پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، چې دې زلزله کې تر څلورو زرو ډېر کسان مړه او ژوبل شوي دي چې او دا شمېرې د بدلون په حال کې دي. خو ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په لوېديځ کې د روانې اوونۍ زلزلې تر ١٧ زرو پورې کسانو ته زيان اړولى دى. Читать дальше...

اسراییلو له غزې څخه د ملکیانو د ویستو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ. اسراییل دا امر وروسته له هغه کوي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل اسراییلو د غزې د تړانګې له شمال څخه د ټولو یوولس لکه خلکو د وتلو خبرداری ورکړی. د اسراییلو فرمان، چې پر اسراییلو د حماس ډلې د لوی برید په اوومه ورځ صادر شوی د غزې ټولو اوسېدونکو ته د دې تړانګې د جنوب نرۍ ساحلي سیمې ته د تلو سپارښتنه کوي. په فرمان کې راغلي چې د حماس وسله وال په دې ښار کې په جوړو شویو ټونلونو کې پټېږي.

امریکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده

Mashaalradio.com 

امریکا د افغانستان په جنوب لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ د اکتوبر پر ۱۳مه پر خپله اېکس پاڼه، چې پخوانی نوم يې ټويټر وو، ليکلي چې په دغو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، په بيړنيو حالاتو کې د سرپناه توکي، د پخلي او اوبو وسایل او کمپلې برابرې شي.   وېسټ پرمخ ليکلي چې په زلزله کې پر "انساني ضياع باندې غمرازي" څرګندوي او له دې بحرانه په وتلو کې امریکا له افغانانو سره په "قاطع ډول ولاړه" ده. د افغانستان... Читать дальше...

بغلان کې ۴،۹ درجې زلزله شوې ده

Pa.azadiradio.com 

یوې زلزلې نن سهار د بغلان جنوبي سیمې ولړزولې. د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د دې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې و. د دې ادارې د راپور له مخې د زلزلې مرکز د بغلان د جنوب په ۸ کیلومترۍ کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و. دا په روانه اونۍ په افغانستان کې درېیمه زلزله ده. د شنبې په ورځ یوې زوروې زلزلې چې شدت یې ۶،۳ درجې و، د هېواد لویدیځې سیمې ولړزولې. په دې سیمه کې د چارشنبې په ورځ بیا په همدې کچه سخته زلزله وشوه، چې دواړو زلزلو زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.... Читать дальше...

روسي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جنوب ۱۰۰ ځلې بمبار کړه

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې سل ځلې بمباري کړې ده. د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین نن سهار وویل، د دې بمباریو په پایله کې دوه کسان وژل شوي، د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي او ملکي او صنعتي تاسیسات ویجاړ شوي دي. د پروکودین په وینا روسي ځواکونو په دې عملیاتو کې له ډرونونو، ګراد ډوله توغندیو، توپونو او هاوانونو څخه کار واخیست. خرسون چې د اوکراین پوځ یې یوشمېر سیمې نژدې یوکال مخکې له روسیې څخه بېرته ونیولې، په منظم ډول د دنیپر سیند له بلې غاړې د روسي ځواکونو له خوا ویشتل کېږي.

پېښور کې د محصلانو لاریون؛ د افغان کډوالو د ویستو مخالفت یې وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پلازمېنې د پرمختیا ادارې په اسلام اباد کې د یوشمېر افغانانوکورونه وران کړي.  دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ له ملي ودانۍ سره نژدې د اسلام اباد په مارګله ټاون کې وو.  د پلازمېنې د پرمختیا ادارې CDA پرون په یو بیان کې وویل، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي دي چې افغانان په ناقانونه توګه پکې اوسېدل. يوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د دې عملياتو هدف افغانان نه؛ بلکې د غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.  ... Читать дальше...

د نجونو پر زدکړو تر بنديز وروسته يې ځينو مدرسو ته مخه کړې ده

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د طالبانو تر بندیز وروسته په کابل کې ځېنې نجونه په مدرسو کې داخلې شوې دي. په هغوی کې یوه نورالمدارس ده. د دې مدرسې مشر وايي چې په شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکو کې يې نیمايي نجونه دي. که څه هم نړیوالو د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم د بندیز غندنه کړې خو د طالبانو حکومت وايي چې دا د دې هېواد کورنۍ مسله ده.

امریکا د افغانستان زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.  د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویليؤ چې په دغو بېړنیو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، د سرپناه بستې (خېمې او وسایل یې) د پخلي وسایل او کمپلې برابرې شي.   ښاغلي ویسټ ویلي د دې زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي ښيي او امریکا له دې شرایطو د افغانانو په راوتلو کې ملګرې ده.  د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل. Читать дальше...

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي: د درملو کیفیت ټیټ خو بیه لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسیدونکي په دغه ولایت کې د درملو د لوړو بیو او ټیټ کیفیت شکایت کوي. خلک وايي د دې ولایت په درملتونونو کې بې کیفیته درمل زیات شوي، چې نه یوازې د خلکو روغتیا ته ضرر رسوي؛ بلکې په لوړه بیه هم پلورل کیږي. د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته هم ډیر درمل له پاکستان، ایران او هند هېوادونو څخه واردیږي، چې د خلکو په خبره کیفیت یې خراب او ناروغ ته د ګټې پرځای زیان رسوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ: