ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2023

طالبانو افغانستان ته د پخې او خامې مالګې په واردولو بندیز ولګاوه

0
د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې اعلان وکړ چې له دې وروسته هېواد ته د پخې یا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي.


د دې ادارې د خوندیتوب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي د دې ادارې په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې په یوه صوتي پیغام کې وایي چې دغه پرېکړه په هېواد کې د اړتیا وړ کافي مالګې تولید ته په پام د ریاست الوزرا د مقام له خوا شوې ده.


هغه زیاته کړه چې په کلني ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هېوادته واردېږي چې ۱۶۰ یې خوراکي او ۱۴۰ یې صنعتي مالګه ده حال دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په کلني ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجېږي.


ایوبي له صنعت کارانو او تاجرانو وغوښتل چې په هېواد کې دننه د مالګې د پروسس او تولید د کارخانو او فابریکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه کړي او خپلې فابریکې او کارخونې دې د خوړو او درملو د ادارې په معیارونو برابر جوړې کړي.