ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2023

د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا له اړو افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه

0
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا له بسپنه ورکوونکو وغوښتل چې په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوړو په برابرولو کې د دې پروګرام لاسنیوی وکړي.


د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې لیکلي چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیون کسانو د خوړو پروګرام مرستې ترلاسه کړې او دا کار یوازې د بسپنه ورکوونکو لکه د اسټرالیا، چین، کویټ، فنلنډ او بریتانیا په څېر هېوادونو د سخاوتمندانه مرستو له لارې ممکن شوی و.


د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې سږ کال یې د بودیجې د سخت کمښت له کبله پر لس میلیون وګړو د خوړو مرستې درولي او له بسپنه ورکوونکو غواړي چې ورسره سمدستي مرسته وکړي.