د هلمند لسګونه بزګرانو سره د سویابینو د تخمونو مرسته شوې
په هلمند ولایت کې له لسګونه بزګرو سره د سویابینو د کر د دودېدو په هدف مرسته وشوه.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تغذیې او زدکړو نړیوالې موسسې په مالي مرسته د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې له ۳۰۰ بزرګو سره د سویابینو د اصلاح شويو تخمونو، تورې او سپینې سرې مرسته وشوه.
د تغذیې او زدکړو موسسې د سویابینو د کرنې او ساتنې په برخه کې یادو ۳۰۰ بزګرو ته روزنه هم ورکړې او ټاکل شوې له کرنیزو ځمکو څخه د سویابینو راټول شوي حاصلات هم همدا موسسه له بزګرو وپېري.
سویابین له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې په هلمند کې دود دی او یاد ولایت د سویابینو لپاره مناسبه کرنیزه سیمه بلل کېږي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.