ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

طالبانو د دریو ګمرکونو له لارې د وارداتي تېلو ټانکرونو ته د ننوتو اجازه ورکړه

0
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د طالبانو له حکومت سره د توافق په نتیجه کې به په درېیو ګمرکونو کې د تېلو بند پاتې ټانکرونه ازاد او بازار ته دننه شي.


د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند الیاس نیازي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د ګمرکونو ادارې، نورم او سټنډرډ ادارې او سوداګرۍ وزارت د یادې خونې له مسوولانو سره په لیدنه کې توافق کړی چې د تورغڼډۍ، اقینې او اسلام قلعه په بندرونو کې پر تېلو بار ۸۰۰ ولاړو ټانکرونو ته به اجازه ورکړي چې ښار ته دننه شي.


د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، یاد اته سوه ټانکرونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې د اسنادو د طی مراحل او د تېلو د کیفیت ټاکلو په هدف درول شوي وو.


د یادو ټانکرونو په ازادېدو سره به ۴۵ زره ټنه ګاز او تېل د افغانستان بازارونو ته وړاندې شي.