ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

طالبانو د دوی د ځواکونو له لوري پنجشېر کې د يوې ښځې وژنه تايید کړه

0
په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکي تاییدوي چې یوه ښځه د دوی ځواکونو په ابشار ولسوالۍ کې وژلې ده.


د دې ولسوالۍ د پرنګال سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنه شريفه له خپل مېړه سره د څارويو د څرولو لپاره غره ته تللې وه، چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې مړه شوه.


په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وژنه تصادفي وه او دوی مني چې دا ښځه بې ګناه وه.


هغه وویل چې د پېښې عامل نیول شوي او تحقیقات روان دي.