ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌ اچونه ترسره شوه

0
د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌اچونه تېره ورځ ترسره وشوه.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې د کابل ساحلي فوټبال لیګ پچه‌ اچونه د ساحلي کمېټې مسوول احسان‌الله شېرزاد او د حاضرو لوبډلو د استازو په ګډون ترسره شوه.


د دغه فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي.


دا سیالۍ د سه شنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۸ د افغانستان فوټبال فدراسیون په‌ ساحلي فوټبال لوبغالي کې کېږي او لومړۍ لوبه یې د مازیګر په ۴ بجو د رامکي او افغان کلپ تر منځ ده.


د دې لوبو هدف د ساحلي فوټبال وده ښودل شوې.