ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

د خوړو نړيوال پروګرام: سږ کال مو له نږې لس ميليونه افغانانو سره مرستې کړي

0
د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، سږکال یې له نژدې ۱۰ میلیون افغانانو سره د خوړو د موادو او د مسلکي زده کړو مرسته کړې ده.


دې ادارې پرون (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل ټویټر لیکلي، بې سرپرسته ښځې د افغاني ټولنې تر ټولو زیانګالې برخه ده چې ژوند یې د تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ له کبله له کړاو سره مخامخ دی.


د WFP د ارقامو له مخې نژدې ۲۳ میلیون افغانان غذايي خوندیتوب نه‌لري او د دوی له ډلې نژدې ۹ میلیون کسان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.