ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

کمال خرازي: ايران دا ټومي وسلې د جوړولو توان لري

0
د ایران د لوی مذهبي مشر یو جګپوړی سلاکار وايي د ده هېواد د اټومي وسلې د جوړولو توان لري خو د دې وسلو د جوړولو پرېکړه تر اوسه نه‌ده شوې.


کمال خرازي پرون له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل ایران یورانیوم په سلو کې شپېته غني کړي په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې له مخې تهران د یورانیمو د غني کولو کچه له ۳،۶۷ نه‌شي لوړولای.


د اټومي بم د جوړولو لپاره د غني شویو یورانیمو کچه باید په سلو کې ۹۰ وي.


خرازي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ولسمشر جوبایډن اسراییل او سعودي عربستان ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې واشنګټن به تهران د اټومي وسلو جوړولو ته پرې نه ږدي.