ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

په خيبرپښتونخوا کې ۱۱ سیلانیان مړه شوي

0
د خيبرپښتونخوا د سوات په سيلانۍ سيمې "ګبين جبې" کې د سيلانيانو موټر کندې ته لوېدلی چې په کې ۱۱ تنه سپاره مړه شوي او څلور ژوبل دي.


د سوات د ژغورنې ادارې په وينا پرون د سيلانيانو يو پيک اپ سوزوکي چې ۱۵ کسان په کې سپاره وو، د ګبين جبې په لال کو نومي سيمه کې د موټروان له کنټروله ووت او لسګونه متره ژورې کندې ته ولوېد.


د ځايي خلکو او د ژغورنې ادارې په وينا په دې پېښه کې اووه کسان ځای پر ځای مړه شول او څلورو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.