ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2022

د امریکا د مشرانو جرګې یو مخکښ غړی په کرونا اخته شوی

0
د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرانو جرګه کې د اکثریت د مشر چک شومر د کرونا ټیسټ مثبت وخوت.


د هغه یوه ویاند د یکشنبې په ورځ ویلي، شومر که څه هم د واکسین دواړه ډوزونه یا ستنې یې لګولې وې، په کرونا اخته شوی او ډېر خفیف علایم لري.


د ده په وینا ښاغلی شومر به روانه اوونۍ قرنطین وي، خو له خپل استوګنځي څخه به خپل کار ته دوام ورکوي.


د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۹۰ ملیونو اوښتی او تر یو میلیون ډېر کسان په کې په دې ویروس مړه شوي دي.