ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

تخار کې د ولسي پاڅون ۱۷سرتیري وژل شوي

0
د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ۱۷ سرتیري وژل شوي دي.


د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې بیګا نیمه شپه د خواجه بهاوالدین په لاله ګذر سیمه کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوانوالو پر پوستو بریدونه کړي چې ۱۷ پاڅونوال یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.


دا پاڅونوال د یوه قومندان ملک تاتار په امر د طالبانو په ضد جنګېدل.


د تخار د والي ویاند زیاتوي چې طالبانو ته هم په ځوابي ډزو کې تلفات اوښتي خو شمېر یې نه دی معلوم.


ده وویل چې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسیدلیو طالبان تللي دي.


اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دوی وسله والو بریدګرو ۲۱ دولتي عسکر وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.