ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 01.12.2019

د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ مساوي پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو سیالیو په لړ کې د سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ سیالۍ مساوي پای ته ورسېده. دا د روانو سیالیو شپاړسمه لوبه وه چې د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د سیالي ټاس امو وګاټه او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. سپین غر د لوبې په لومړۍ او دوهمه پاڼۍ کې ۶۱۳ منډې وکړې خو امو لوبډله د سیالۍ په وروستۍ ورځ که څه هم په خپلو دواړو اننګزونو کې د ورکړل شوي هدف په پوره کېدو ونه توانېده خو څلور لوبغاړې يې له ځان سره لرل نو ځکه... Читать дальше...

"لوګر کې د وسلو ډیپو او ماین جوړولو فابریکه ویجاړه شوې"

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د وسلو یوه ډیپو (زیرمتون) او د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړل شوې. د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ د نوښار په اړونده سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د چاودیدونکو توکو یوه ستره ډیپو یا ذخیره او د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړي. د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسول احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، چې د وسلو د یادې ډیپو تر څنګ یو شمېر نقیله وسایط او دوه شکمن کسان هم نیول شوي. د نوموړي په وینا ترلاسه شویو ماینونو ته په سیمه کې چاودنه ورکړل شوې. Читать дальше...

چارواکي: د کندز-تخار پر لار نښته کې طالبانو ماتې خوړلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي چې د کندوز- تخار په لویه لار کې یې د باغ میري پر سیمه د طالبانو حمله له ماتې سره مخامخ کړې ده. د ۲۱۷ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې لا څرګند نه دی. خو د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ ژوندي نیول شوي دي. د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د طالبانو حمله وروسته له دې وتمبول شوه چې کومکي ځواک سیمې ته ورسېد. Читать дальше...

"افغان سولې لپاره د اندونیزیا هڅې"

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مارسودي د افغانستان د سولې د هلوځلو په لړ کې د راروان میلادي کال په لومړیو کې کابل ته سفر کوي. دې د جمعې په ورځ په جاکارتا کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې د ښځو د رول په نوم د کنفرانس په څنډه کې وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې باید د ښځو پیاوړتیا ته پوره پاملرنه وشي. دې همداراز وویل چې اندونیزیا غواړي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي. اندونیزیا تر دې وړاندې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د کنفرانس کوربه توب کړی او په خپله خاوره کې یې د افغانستان د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی. Читать дальше...

د دسېمبر په لومړۍ نېټه د اېډز ناروغۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

د ډسېمېبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د اېډز ناروغۍ ورځ لمانځل کېږي، د فيملي کېیر سنټر خېبر پښتونخوا د شمېرو ترمخه په صوبه کې ۵۴۳۲ ناروغان د اېډز په ناروغي اخته دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.

له ایران سره په راکړه ورکړه کې د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې

Pa.azadiradio.com 

فرانسه، بریتانیا او جرمني وايي، ۶ نور اروپايي هیوادونه له هغه بارتري سیستم سره یوځای شول چې دوی جوړ کړی او پر اساس یې شرکتونو ته اجازه ورکول کېږي، بې له دې چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سرغړونه وشي، له دغه هېواد سره راکړه ورکړه وکړي. دریو هیوادونو پرون (شنبه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، په اینسټیکس (INSTEX) کې د ګډون لپاره د بلجیم، ډنمارک، فنلنډ، هالنډ، ناروې او سویډن د پرېکړې هرکلی کوي. اینسټیکس د تجارتي مالونو د راکړې ورکړې نوى سیستم دى. دغه سيسټم اوس تجارتي شرکتونو ته اجازه ورکوي له ایران سره د جنس په بدل کې د جنس معامله وکړي. Читать дальше...