ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

لیونل میسي د ۲۰۱۹ میلادي کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی

0
د آرجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او د بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي د یوې نړیوالي مجلي ورلډ ساکر لخوا د ۲۰۱۹ میلادي کال تر ټولو غوره فوټبالر وټاکل شو.


لیونل میسي تردې وړاندې د سرو زرو بوټ، د سرو زرو توپ او د فیفا له لوري د کال د غوره لوبغاړي جایزې هم اخېستې دي.


د ورلډ ساکر په نوم ورزشي مجله هر کال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکي، چې دا ځلي ئې لیونل میسي د ډیرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله وټاکه.