ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

د اوکراین او بېلتونپالو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې چمتوالی

0
د اوکراین حکومت او بیلتون غوښتونکي خپلو کې د زندانیانو تبادلې ته چمتوالی نیسي.


د اوکراین حکومت او د دې هیواد په ختیځ کې روس پلوي بېلتونپال هڅه کوي چې د هغو لسګونو بندیانو لیستونه نهايي کړي چې غواړي خپلو کې یې تبادله کړي.


د یونین خبري اژانس په ډونیڅک کې د بیلتونپالو د استازو له قوله ویلي چې ټاکلې د اوکراین حکومت ۸۷ او بیلتون پال ۵۵ زندانیان خوشې کړي.


پرون د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي تایید کړه چې ټاکلې د بندیانو دا تبادله نن ترسره شي، خو ویې ویل چې د افرادو لیست لا نهايي شوی نه دی.


که چیرې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو دا تبادله وشي، دا به په وروستیو څلورو میاشتو کې د اوکراین د حکومت او ددې هیواد خیتځ کې د روس پلوو بېلتون پالو ترمنځ، د بندیانو دویمه لویه تبادله وي.