ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

لغمان کې ټرافيکې پېښې ۴ کسان وژلي

0
پرون مازیګر د کابل - جلال اباد پر لویه لاره په یوه ترافیکې پېښه کې لږ تر لږه 4 کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.


د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې پېښه مازیګر درې نیمې بجې ددې ولایت د قرغیو ولسوالۍ کې د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له کبله رامنځ ته شوې.


هغه زیاته کړه: "د قرغیو ولسوالۍ اړوند د اوریا خېلو پله ته څېرمه سیمه کې دوو مارسیډیز ډوله موټرو په ټکر کې ۴ کسان شهیدان شوي او د ۱۲ماشومانو په ګډون ۱۵ کسه ټپیان دي، په مړو کې دوه میرمنې او دوه نارینه شامل دي."


د لغمان د والي د ویاند په وینا ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي، چې ډېر یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي خو څلور ټپیان چې ټپونه یې ژور وو د جلال اباد حوضوي روغتون ته لېږدول شوي.


د امنیتي پېښو تر څنګ ټرافیکي پېښې په افغانستان کې د ګڼو خلکو ژوند ګواښي چې په دې هېواد کې خراب سړکونه، د موټر چلونکیو تیز سرعت، بې پروايي او د ټرافیکي قوانینو نه رعایتول یې مهم سببونه دي.