ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

تهران کې د کویټ شارژدافیر احضار شوی

0
ایران وايي د یوې تروریستي او جلا غوښتونکې ډلې له غړي سره د کويټي چارواکو تر لیدنې وروسته یې په تهران کې د کوېټ شارژدافیر احضار کړی.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د کویټ شارژدافیر ته د ایران شدید اعتراض وارول شو چې ولې یې د ایران د رژیم له مخالفینو سره لیدلي.


کویټ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


مخکې د ایران انګلیسي ژبې دولتي ټلویزیون پریس ټي وي راپور ورکړی و چې د کوېټ د استازیو جرګې مشر د الاحوازیه ډلې له یوه غړي سره لیدلي.


الاحوازیه ډله له ایرانه د اهواز د جلا کېدو هڅې کوي او د ایران د حکومت له خوا د یوې تروریستي ډلې نوم ورکړل شوی.


د ایران رژیم د سیمې د ټولو هېوادونو به نسبت له کوېټ سره ښه چلیږي خو معلومه نه ده چې دا وروستی کړکېچ به یې اړیکې څومره زیانمنې کړي.