ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2019

فرانسې د ایران سفیر احضار کړی

0
فرانسې په تهران کې د دوو فرانسوي څېړونکو د نیول کېدو په خاطر په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړ.


فرانسې خبري اژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له قوله راپور ورکړی چې په پاریس کې د ایران له سفیره بهرام قاسمي څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې فریبا عادل خواه او رولاند مارشال له زندانه راخوشي شي.


مېرمن عادل خواه چې د ایران په اړه د ګڼو کتابونو لیکواله ده، د روان میلادي کال په جون میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ایران کې ونیول شوه.


د راپورو پر اساس مارشال رولاند هم چې د فریبا عادل خواه لیدو ته ایران ته تللی وو، څو میاشتې مخکې د ایران امنیتي ادارو نیولی وو.


فرانسې وروسته له هغه د دغو دوو څېړونکو د راخوشي کولو په اړه په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړ چې فریبا عادل خواه د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په آوین زندان کې د خوړو اعتصاب پیل کړ.


کایلي مور ګيلبرت – د استرالیايي پوهنتون یوه استاده چې په آوین زندان کې بندي ده – هم له مېرمن عادل خواه سره یو ځای د خوړو اعتصاب کړی دی.