ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 03.12.2024

کله مو د کواټ د لاچۍ پتیس خوړلی؟

Mashaalradio.com 

د کواټ لاچۍ سیمه د پتیس یا پتیسې جوړولو لپاره نوم لري. پتیس اکثر له ګوړې، کونځلو او نورو وچو مېوو جوړېږي نو ځکه کونځله هم بلل کېږي. خو په لاچۍ کې یې پلورونکي له نورو شیانو هم جوړوي. د لاچۍ په بازار کې د سړک تر غاړې اکثر رېړې یا لاسګاډۍ ولاړې وي چې پتیسه خرڅوي چې خلک یې نه یوازې هم هلته خوري بلکې خپلو کورونو ته یې هم وړي او ملګرو ته یې ډالۍ کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

پاکستان کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پولیو مخنيوي پروګرام وايي چې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې يو او په سيند کې دوه نور ماشومان په پوليو وایرس اخته شوي دي. دې ادارې د ډېسېمبر پر درېيمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د دېسېمبر پر دويمه لېبارټرۍ د کراچۍ په کېماړۍ، د سيند په کشمور ضلع او د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په درو ماشومانو کې د پوليو وایرس د شتون تصديق وکړ. اداره زیاتوي چې له تازه پېښو سره په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۵۹ ته ورسېد. په تېرو اونیو کې په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ یوشمېر پېښې تایید شوې دي. Читать дальше...

د امريکا سنا جرګې له افغانستانه د وروستي وتلي امريکايي پوځي د سترجنرالۍ ارتقا ومنله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې د هغه جنرال ارتقا ومنله چې، د وروستي امریکايي پوځي په توګه د افغانستان له خاورې ووت او په‌‌دې ترتیب یې شل‌کلن پوځي حضور پای ته ورساوه. سترجنرالۍ ته د ډګرجنرال کریستوفر دوناهو ارتقا د څه وخت لپاره د جمهوري پاله سناتور مارکوین مالین له‌خوا ځنډول شوې وه. سنا جرګې د دوشنبې په ورځ د جنرال دوناهو نوې رتبه تایید کړه. جنرال دوناهو د ۸۲هوايي قطعې قومندان دی او له‌‌دې وروسته ممکن په اروپا یا افریقا کې د امریکايي پوځیانو قومانده ورکړل شي. یوشمېر جمهوري پاله سناتوران د ۲۰۲۱ کال د اګست... Читать дальше...

پر لبنان د اسراييلو بريد کې نهه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وايي، د حزب‌الله د بریدونو په غبرګون یې په لبنان کې د یادې ډلې لسګونه اهداف ویشتلي دي. حزب‌الله د امریکا له‌‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې. د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي. د دغه وزارت په بیان کې راغلي، د لبنان په جنوب کې د نبطیه په ولایت کې پنځه کسان په حاریص او څلور کسان په طلوسه ښارګوټو کې وژل شوي. د اسراییلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، وروسته له هغه یې په لبنان کې... Читать дальше...

کابل کې د کمپلو د توليد فابريکه چې ۲۴ کاله مخکې فعاله وه

Pa.azadiradio.com 

د کمپلو د توليد دا فابريکه ۲۴ کاله مخکې فعاله شوې وه، خو څه وخت وروسته بېرته تړل شوې وه. د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چينايانو د دې شرکت کارکوونکي و روزل، د فابريکې ماشينونه يې بيا ورغول او فعاليت ته يې جوړه کړه. دا فابريکه د طالبانو او چين ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراخېدو کېدو يوه بېلګه ده.

ايران د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرينونه ترسره کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د افغانستان پولې ته نږدې یې د خپلو ختیځو پولو په اوږدو کې د تروریستي خوځښتونو په وړاندې پوځي تمرینونه کړي دي. د ایران د دولتي راډیوتلوېزیون خبري اژانس پرون (دوشنبې) وویل، د دغه هېواد د ځمکني پوځ تمرینونه د طالبانو د حکومت په شمول د ختیځو ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ او همغږۍ وشول. ایران له افغانستان سره په پوله کې ۶۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی او ویلي یې دي چې، د کال تر پایه ۳۰۰ کیلومتره نور رغوي. په خبر کې ویل شوي، په‌‌‌دې پوځي مانوره کې له هیلي‌کوپترو او نورو جنګي وسایلو کې کار اخیستل شوی دی.

نن په ايران کې د ايکو سازمان غونډه جوړيږي، طالبان ورته نه‌دي بلل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایکو په نوم د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو اته‌ویشتمه غونډه نن د ایران په مشهد کې جوړیږي. د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له‌‌مخې، په‌‌دې غونډه کې به د غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ترڅنګ د هغوی سفیران، ډیپلوماتان او متخصصان هم ګډون وکړي. د ایکو سازمان په ۱۹۶۴م کال د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري تاسیس شو، وروسته د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ورسره یوځای شول. پرون په مشهد کې د دې سازمان د متخصصانو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب... Читать дальше...

کورمه کې له فرقه‌يي نښتو وروسته د اوربند سره ‌سره سيمې ته غځېدلې لارې بندې دي

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې، له خونړیو فرقوي نښتو وروسته بالاخره اوربند ټینګ شوی خو لا هم دې سیمې ته غځېدلې لارې بندې دي. ځايی رسنیو پرون (دوشنبې) وویل چې د دواړو ښکېلو خواو وسله‌وال کسان له مورچو وتلي او خپل سنګرونه یې ملېشه ځواک ته سپارلي دي. د پاړه‌چینار او ټل ترمنځ او همداراز له افغانستان سره د پاړه‌‌چنار د خرلاچۍ لار بنده ده. په‌‌‌دې سیمه کې وروسته له‌‌‌دې اوربند وشو چې قومي مشرانو په جرګه کې په‌‌دې اړه پرېکړه وکړه. پرون (دوشنبې) له یوولس ورځو جګړو وروسته ښوونځي او دوکانونه هم پرانیستل... Читать дальше...

يو څېړنيز راپور: پاکستان کې تېر نومبر ۲۴۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې هغه ناحکومتي اداره، چې په دغه هېواد کې د مرګ‌‌ژوبلو راپورونه خپروي وايي چې، په تېر نوومبر میاشت کې د پاکستان د ناامنیو په دوام کې د ۶۸ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۴۵ تنه وژل شوي دي. د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت پرون په خپل میاشتني راپور کې وویل، د ۶۸ پوځیانو او ۵۰ ملیکانو ترڅنګ ۱۲۷ وسله‌وال مخالفان هم وژل شوي دي. د راپور له‌مخې، تر ټولو ډېره مرګ‌‌ژوبله په خیبرپښتونخوا کې پېښه شوې ده. په‌‌‌دې ایالت کې په ۵۰ بریدونو کې ۷۱ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي. په بلوچستان... Читать дальше...

د سره صليب کمېټه: په ۹ مياشتو کې مو له ۱۱زره د ډېرو افغان ماشومانو درملنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جنورۍ او سپټمبر د میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په خپلو طبي مرکزونو کې ۱۱ زره ۴۳ تنه افغان ماشومانو ته، چې سي‌‌پي یا (سربرل پالسي) ستونزه یې لرله، حیاتي خدمات وړاندې کړي دي. سربل پالسي (Cerebral palsy) یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چې، عموماً ماشوم ته د مور په... Читать дальше...

يوشمېر معلولين: طالبان مو امتياز نه راکوي او له لېستونو يې هم ايستلي يو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې معلولين وايي، په تېرو درې کلونو کې یې کوم نسبي امتیازونه چې لرل، له لاسه ورکړي او اکثره د معلولیت لرونکو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي. سږکال د دسمبر درېیمه د معلولانو نړیواله ورځ له داسې وخت سره برابریږي چې، د افغان معلولانو په وینا کال په کال یې ټاکلې اندازه امتیازونه او معاشونه کمېږي او حتی ګڼ یې د معلولو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي. ځیني وايي چې، طالبان خپلو معلولانو ته پوره امتیازات ورکوي. څو تنو معلولينو د نوم له ښوولو پرته ازادي راډیو سره خپل نظرونه شريک کړي دي. يوه معلول وويل... Читать дальше...